د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۳۳

هرات ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا مزو ظرفیت دوه برابره لوړېږي


د افغانستان د برېښنا شرکت مسؤلین وايي چې هرات ولایت ته به له ترکمنستان څخه د برېښنا دغزېدلو مزو ظرفیت دوه برابره کړي.

که څه هم اوسمهال له ترکمنستان څخه د ۲۵ کېلوواټه په ظرفیت د برېښنا مزي هرات ولایت ته غزېدلي، خو د برېښنا شرکت مسؤلین وایي چې غواړي دغه مزي نور هم پیاوړي کړي.

په دې اړه د افغانستان برېښنا شرکت د دوشنبې په ورځ له یوه چنایي شرکت سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې هرات ولایت ته له ترکمنستان هېواد څخه د برېښنا د غزېدلو مزو ظرفیت دوه برابره شي.

د دغه تړون د لاسلیکولو په غونډه کې د افغانستان د برېښنا شرکت رییس قدرت الله دلاوري وویل، د دغه مزو پر جوړولو پنځه اعشاره درې میلیونه ډالره لګښت راځي:

"موږ د هرات ولایت د برېښنا د ظرفیت د لوړولو په خاطر دغه پروژه دپنځه اعشاریه درې میلیونو ډالرو په ارزښت چی دغه پیسې د برېښناشرکت له خوا مصرفېږی تر سره کوو."

د ښاغلي دلاوري په خبره دغه مزي چې ۱۰۳ کېلو متره اوږدوالی لري د ترکمنستان له سرحد څخه پیل د هرات د نورجهاد له سبسټیشن سره به وصل شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني تېره اوونۍ د نوروز په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې ویلي وو چې افغانستان به په نوې کال کې بې ساري برېښنا تولید کړي.
د چینایي شرکت استازي چوجوي چې د برېښنا د مزو د پیاوړتیا تړون ورسره لاسلیک شو وویل چې د شرکت کارکونکي ټول چینایان دي او د برېښنا په برخه کې ښه تجربه لري.
د ښاغلي چوجوي په وینا د دوی شرکت به دغه کار د لسو میاشتو په جریان کې تر سره کړي.
د یادونې وړده چې د دې مزو په پیاوړي کولو سره به په هرات ولایت کی د برېښنا ستونزي تر یوه حده هواري او تر څنګ به یې د دغه ولایت صنعتي پارکونو ته هم برېښنا ورکول شي.

راپور: سباون کاکړ

XS
SM
MD
LG