د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

الجُبير: تهران دې له رياض سره خپل کړه وړه بدل کړي


د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجُبیر
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجُبیر

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجُبیر د یکشنبې په ورځ وویل چې ایران یې باید د هېواد په وړاندې خپل کړه وړه بدل کړي که غواړي ورسره عادي اړیکې ولري.

د فرانسپرېس خبري اژانس د راپور له مخې الجُبیر چې په ریاض کې د جنوبي افریقا د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل، ریاض له تهران سره د سوله ییزو اړیکو غوښتونکی دی او له څه باندې درې لسیزو یې هڅه کړې چې له ایران سره نژدې اړیکې ولري خو په بدل کې یې هیڅ نه دي ترلاسه کړي.

د الجُبیر په وینا له ایران سره د اړیکو او دوستي پرځای سعودي عربستان له هغو مداخلو سره مجادله کړې چې زموږ په کورنیو چارو کې شوې او هم زموږ پر سفارت حمله شوې ده.

سعودي عربستان وروسته له هغې د ایران له اسلامي جمهوریت سره اړیکې وشلولې چې په تیره جنوري میاشت کې یې په تهران کې پر سفارت او په مشهد ښار کې پر قونسلګرۍ یوې ډلې حمله وکړه.

د سعودي عربستان پیاوړي واکمن سوني نظام او د خلیج یو شمېر نورو متحدینو یې دغه راز ایران په یمن کې د شیعه حوثي ملیشو په ملاتړ سربیره د خپلو رژیمونو د ګډوډلو پر هڅو هم تورن کړی دی.

سعودي عربستان وروسته له هغې د ایران له اسلامي جمهوریت سره اړیکې وشلولې چې په تیره جنوري میاشت کې یې په تهران کې پر سفارت او په مشهد ښار کې پر قونسلګرۍ یوې ډلې حمله وکړه.
سعودي عربستان وروسته له هغې د ایران له اسلامي جمهوریت سره اړیکې وشلولې چې په تیره جنوري میاشت کې یې په تهران کې پر سفارت او په مشهد ښار کې پر قونسلګرۍ یوې ډلې حمله وکړه.

د فرانس پرېس په په وینا ایران د سوریې په پنځه کلنه جګړه کې په ښکاره د دې هېواد د ولسمشر بشارالاسد د رژیم ملاتړ کړی دی. خو سعودي عربستان بیا د هغه د رژیم د وسله والو مخالفانو پلوي کړې ده.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، ایران پوهیږي چې له سعودي عربستان او له نورې اسلامي نړۍ سره د اړیکو د عادي کیدو لپاره څه وکړي. که دا هېواد خپل چلند بدل کړي د اړیکو د عادي کیدو ور به یې پر مخ پرانیستی وي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر له دغو څرګندونو یوه ورځ مخکې د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي و چې ریاض په اسلامي نړۍ کې مهم رول لوبوي او که د دواړو هېوادونو ترمنځ هره ستونزه وي باید د خبرو له لارې هواره شي.

د تیلو بډایه ایران او سعودي عربستان ته په منځني ختیځ کې د دوو مهمو سیالانو او په سیمه کې په روانو کړکیچونو کې د مهمو لوبغاړو په توګه کتل کیږي.

XS
SM
MD
LG