تازه خبر
جمعه ۲۲ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۲

په خوست کې پوله ساتونکي سرتیري په سوغاتونو ونازول شول

د شنبې په ورځ د خوست لسګونه مشران او ځوانان په ډله ييز ډول د ګربزو په ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو مورچو او مرکزونو ته ورغلل او سرتیرو ته يې سوغاتونه، د ګلانو هارونه او ګدستې ډالۍ کړې.

دوی پوله ساتونکي سرتیري په دې وستایل چې په خپلو قربانیو يې د خلکو لپاره د سوله ييز ژوندانه شرایط برابر کړي دي.

یاد پروګرام چې د ځوانانو شبکې په نووښت جوړ شوی وو، د همدې بنسټ ولایتي مسوول عبدالله باور د پروګرام د موخو په تړاو ازادي راډیو ته وویل، دوی غواړي پوله ساتونکو سرتیرو ته وښيي چې د دوی قربانۍ له ولسه پټې نه دي او د امن په ساتلو کې خلک د دوی د هڅو او قربانیو قدر کوي.

د خوست یو تن ځوان چنارګل وطنیار په خپلو خبرو کې پوله ساتونکو سرتیرو ته ډاډ ورکوي چې د هېواد د سرحدونو په ساتنه کې ولس او ځوانان د دوی په څنګ کې دي.
د خوست یو تن ځوان چنارګل وطنیار په خپلو خبرو کې پوله ساتونکو سرتیرو ته ډاډ ورکوي چې د هېواد د سرحدونو په ساتنه کې ولس او ځوانان د دوی په څنګ کې دي.

عبدالله باور زیاتوي:

"دې سرحدي سیمې ته د مدني ټولنو او قومي مشرانو د راتګ هدف دا وو چې موږ سرحد ساتونکو ته دا وښیو چې د دوی قربانۍ او سرښندنې د ملت نه پټې نه دي، ملت پوهیږي چې دې اصیلو زامنو شپه اورځ پر ځان یوه کړې او موږ ته يې په سوله ییز چاپیریال کې د ژوند زمینه برابره کړې ده، موږ خپلو سرتیرو ته د ګلانو ګلدستې ورکړې او د دوی د قربانیو ستاینه مو وکړه."

د خوست یو تن ځوان چنارګل وطنیار په خپلو خبرو کې پوله ساتونکو سرتیرو ته ډاډ ورکوي چې د هېواد د سرحدونو په ساتنه کې ولس او ځوانان د دوی په څنګ کې دي.

ښاغلي وطنیار زیاته کړه:

"موږ پوهیږو چې دې عسکرو زموږ امنیت ساتلی دی، د دوی د امنیت له وجې زموږ ماشومان ښوونځیو ته تللی شي، تعلیم کولای شي، دوی پر موږ ډېر حق لري، موږ د دوی د خدمت نه ډېره مننه کوو، موږ لدوی سره ژمنه کوو چې هر وخت به ولس د دوی په خدمت کې وي."

د ګربزو ولسوال زمری حقمل وايي چې پوله ساتونکو پولیسو په هر حال کې د یادې ولسوالۍ په پراخو سرحدي سیمو کې چې د شمالي وزیرستان سره پر پوله پرتې دي، د خپلو مورچلو څخه ښه ساتنه کړې ده او تر اوسه يې کوم ځای کې په شاتګ او ماتې نده منلې.

قومي مشر اکبرجان د سرحدي پولیسو په یو مرکز کې د وینا پرمهال سرتیري وهڅول چې د دوی د کوښښونو او سرښندنو په نتیجه کې سرحدونه تر یوه بریده خوندي دي.

ښاغلي اکبرجان زیاته کړه:

"قوي ایمان او افغاني غرور لرئ، افغاني شجاعت لرئ، دې همدې اصلونو برکت دی چې نن مو د ګران افغانستان له لویشت، لویشت خاورې نه دفاع کړې ده او دفاع کوئ."

قومي مشر اکبرجان د سرحدي پولیسو په یو مرکز کې د وینا پرمهال سرتیري وهڅول چې د دوی د کوښښونو او سرښندنو په نتیجه کې سرحدونه تر یوه بریده خوندي دي.
قومي مشر اکبرجان د سرحدي پولیسو په یو مرکز کې د وینا پرمهال سرتیري وهڅول چې د دوی د کوښښونو او سرښندنو په نتیجه کې سرحدونه تر یوه بریده خوندي دي.

​

د سرحدي پولیسو د یو کنډک قوماندان سمونمل سردارمحمد زلمي د قومي مشرانو او مدنی فعالانو دا نووښت وستایه او ويې ویل چې دې کار پوله ساتونکو سرتیرو ته لا ډېره هېوادنۍ روحیه وروبخښله.

قوماندان زلمي زیاته کړه چې دا مهال د دوی قوتونه پر اړتیا وړ پوځي وسایلو او تجهیزاتو سمبال دي او کولای شي، خپل سرحدونه وساتي:

"زموږ په وطن مین سرحدي پولیس په بشپړو پوځي تعلمیاتو سمبال دي، کافي تجهیزات په لاس کې لري، د خوست شریف ولس ته اطمینان ورکوم چې په پوره خاطرجمعۍ سره ورځنۍ چارې پرمخ بوځئ، سرحدي پولیس په بشپړ ډول د خپل هېواد له پولو ساتنه کوي."

د یادونې وړ ده، خوست یو سرحدي ولایت دی چې د پولې اخوا يې د ۱۸۴ کیلومتره په اوږدو پاړه چنار، کورمه او شمالي وزیرستان پراته دي، یادې سیمې په وروستیو کالونو کې د جګړو او ناامنیو شاهدې دي، که څه هم د پولي دواړه غاړو کې تر یوه بریده امنیتي تدابیر شته، خو بیا هم له سرحدي لارو وسلوال یو او بل لوري ته د جګړو او وسلوالو بریدونو لپاره تګ او راتګ کوي.

نجیب الله الوخېل

​
XS
SM
MD
LG