د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند وايي، احمد یوسف نورستاني په خپله خوښه او پرته له کوم فشار څخه د دې کمېسيون له مشرۍ استعفې کړې ده.
نورمحمد نور ازادي راډیو ته وویل، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به خپل کار ته دوام ورکړي.
ښاغلي نور زیاته کړه:
"دا د هرچا شخصي پریکړه ده.خو کمېسيون به په خپل قوت سره په خپل حال پاتې وي، دا خپلواکه اداره او د موجودو میکانیزمونو له مخې به خپل فعالیت ته دوام ورکړي."
احمد یوسف نورستاني تیره ورځ د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون له مشرۍ استعفې وکړه.
له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې ولسمشر اشرف غني د یوسف نورستاني استعفې منلې ده.
په اعلامیه کې راغلي:
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس احمد یوسف نورستاني د افغانستان سیاسي او ټولنیز وضیعت،ملي ګټو او د خلکو ټولنیزې ښیګڼو ته په پام سره له خپلې دندې استعفې کړې ده.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د راتلونکې میزان میاشت په څلیریشتمه نېټه ترسره شي.
خو ښاغلي نورستاني په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی و چې که ۱۱۷ میلیونه ډالره مرسته ونه شي دا انتخابات نه شي کیدلی.
د افغانستان اجرائیه ریاست ویلي چې د انتخاباتو اوسني کمېسيونونه مشروعیت او قانوني حیثیت نه لري او راتلونکې هر ډول انتخابات باید په دې کمېسیونونو کې له اصلاحاتو وروسته ترسره شي.
اوس پوښتنه دا ده چې ایا د ښاغلي نورستاني استعفې به په انتخاباتي نظام کې اصلاحاتو ته زمینه برابره کړي او که څنګه؟
احمد یوسف نورستاني د ۱۳۹۳لمریز کال د ولسمشرۍ د لانجمنو او د درغلیو له ادعاو ډکو انتخاباتو پر مهال د انتخاباتو د کمیسیون مشري پر غاړه درلوده .
پر نوموړي انتقاد و چې ددغو انتخاباتو په پروسه کې درغلیو په مخینوي کې پاتې راغلی دی.