د امریکا د دفاع وزیر وايي، ولسمشر باراک اوباما ته به په عراق کې د امریکايي سرتیرو د زیاتوالي پیشنهاد وکړي.
د متحده ایالاتو د پوځ لوی دستیز وايي، دی او د دفاع وزیر په دې باور دي چې عراق ته باید نور امریکايي سرتیري واستول شي.
د امریکا د پوځ لوی درستیز وايي، له ولسمشر باراک اوباما سره به عراق ته د نورو سرتیرو او جنګي هلیکوپټرونو د استولو په اړه خبرې وکړي.
جنرال جوزیف ډانفورډ تیره ورځ په پنټاګون کې د دفاع له وزیر اشټون کارټر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، دواړه په دې باور دي چې عراق ته باید نور سرتیري واستول شي.
د دفاع وزیر اشټون کارټر وویل، پر مختلفو انتخابونو غور کیږي چې په هغې کې عراق ته د پوځیانو او نورو ځانګړو سرتیرو، اپاچي جنګي هلیکوپټرونو او د پوځي سلاکارانو استول اساسي انتخاب دي.
د امریکا پوځ وايي، عراق ته لیږونکي اضافي سرتیري به له داعشه د دې هېواد دوهم ستر ښار موصل په بیرته نیولو کې له عراقي ځواکونو سره مرسته وکړي.
د متحده ایالاتو د دفاع وزیر اشټون کارټر وویل چې په عراق کې د داعش ډلې د مشرتابه او مالي شبکې د له منځه وړلو لپاره به د دوي پوځي اقدامات دوام ولري.
ښاغلي کارټر زیاته کړه:
"موږ په سیستماټیک ډول د اسلامي دولت په نامه ډلې مشرتابه له منځه وړو.د امریکا پوځ په روانه اوونۍ کې د حاجي امام په ګډون چې د داعش مهم غړی او د مالي د وزیر په توګه فعالیت کاوه، د دې ډلې ګڼ شمېر مشران ووژل."
اشټون کارټر وویل، د داعش د مشرانو وژنه په عراق او سوریه او بهر نړۍ کې د دې ډلې فعالیتونه کمزوره کوي.
امریکا دا مهال په عراق کې شاوخوا درې زره او اته سوه سرتیري لري خو پنټاګون هغه راپورونه نه ردوي چې په عراق کې اوس مهال پینځه امریکايي سرتیري ځای پر ځای دي.
متحده ایالات په داسې وخت کې عراق ته د نورو سرتیرو د استولو خبره کوي چې په دې هېواد کې د ایران له ملاتړه برخمن شیعه وسله وال په عراق کې د امریکا د پوځي حضور له پراخوالي سره سخت مخالف ښيي.