د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۰۰

د فوټبال افغان ملي لوبډله نن له جاپان سره لوبیږي


ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د جاپان له ملي ټیم سره مسابقه وکړي.

دا لوبه د ۲۰۱۸ کال د فوټبال نړیوال جام ته د غوراوي لپاره ده. لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په درې بجې پیلیږي.

افغانستان نړیوال جام ته د غوراوي په E ګروپ کې دی چې تراوسه یې شپږ لوبې کړي، څلور یې بایللي او دوې یې ګټلي دي.

له جاپان سره لومړۍ لوبه افغانستان په ایران کې کړې وه چې شپږ د صفر په وړاندې یې بایللې وه.

راپور: اجمل صدیق

XS
SM
MD
LG