د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

د ترکیې د اسهامو پر بازار اغیز


په امریکا کې د ایراني الاصله تُرک رضا ضراب نیول کیدو په ترکیې کې د اسهامو پر بازار اغیز کړی دی.

په دې سره د ترکیې د دولت تر واک لاندې بانک Halkbank هاک بانک سهم لرونکي په غُصه شوي دي.

پر ضراب چې د سرو زرو سوداګر دی، د فساد او رشوت هغه تور پورې شوی چې یو وخت د ترکیې مشران په کې راګیر وه.

ضراب له خپلې کورنۍ سره د رخصتۍ لپاره امریکا ته تللی وو او په میامي کې نیول شوی دی.

امریکا پر ضراب تور لګولی چې د ایران له حکومت او سوداګرو سره یې د اقتصادي بندیزونو په سرغړونه کې مرسته کړې وه. له دې سره د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې په پرله پسې ډول یې ټینګار کړی چې د ده او کړۍ په وړاندې یې د ۲۰۱۳ کال د فساد لګول شوي تورونه د یوې کودتا د هڅې پرته بل څه نه دي، ټکان خوړلی دی.

ضراب د ترکیې او ایران دواړو تابعیت لري، په ۲۰۱۳ کال کې د اردوغان د کابینې وزیرانو ته د رشوت په توګه د میلیونونو ډالرو نغدو پیسو او نورو ډالیو په ورکولو تورن او ونیول شو.

ویل کیږي ده غوښتل هغه وزیران له ایران سره د سرو زرو د سوداګرۍ په برخه کې مرسته ورسره وکړي.

په ۲۰۱۳ کال کې د ضراب له نیول کیدو سره اردوغان زرګودنه دولتي کار کوونکي، پولیس افسران او څارنوالان له دندو ګوښه کړه، ډیری یې زنداني کړه او یو شمېر یې اړ ایستل چې له هغه هېواده ووځي.

ضراب هم د امریکا له خوا د جرم تورونه چې د مارچ پر ۲۱مه ورباندې ولګول شوه او هم د ۲۰۱۳ کال په ترکیې کې د نوموړي د سوداګرۍ د مشروعیت په اړه تورونه نه مني. د ده او د اردوغان د حکومتي چارواکو په وړاندې ټول تورونه په تدریج سره له پامه وغورځیدل.

د امریکا له خوا په لګول شوېو تورونو کې دا هم راغلي چې ضراب او د هغه شریکانو په ترکیې او عربي متحده اماراتو کې یوه شبکه جوړه کړې وه چې په مرسته یې د ایران په استازیتوب د سوداګرۍ چارې تنظیمولی او په دې ډول یې د امریکا متحده ایالات غولولي دي.

په هغو کمپنیو کې چې له دې لارې یې ګټې ترلاسه کولې د بانک ملت په نوم د ایران یو دولتي بانک د ایران د تیلو ملي شرکت او هم د نفت ایران شرکت شامل دي.

ضراب په ۲۰۱۴ کال کې د ترکیې د یوه حکومت پلوي ټلویزیون سره په مرکه کې اټکل کړی وو چې د سرو زرو له لارې یې ایران ته د ۱۲میلیارده ډالرو په انتقال کې مرسته کړې ده.

اردوغان وروسته د ضراب دفاع کړې او هغه یې یو داسې بشرپالونکی بللی وو چې د سوداګرۍ ی له لارې یې له هغه هېواد سره همکاري کړې ده.

ضراب او کورنۍ یې چې د رخصتی لپاره امریکا ته تللې وه د هغه هېواد په میامي کې ونیول شوه.

دا اعلان داسي مهال شوی چې ټاکل شوې د ترکیې ولسمشر یوه اوونۍ وروسته د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړي.

د نوموړي تر نیول کیدو وروسته د ترکیې د هانک بانک په اسهامو کې څه باندې اته فیصده ټیټوالی راغلی دی.

ضراب په ایران کې زیږیدلی او په ترکیې کې لوی شوی دی. ده په استانبول کې د ۷۲ میلیونه ډالرو په ارزښت یوه کور کې له خپلې میرمنې ایبرو ګوندیس چې د ترکیې یوه مشهوره پاپ ستورې ده، ژوند کاوه.

XS
SM
MD
LG