د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

نیکولسن د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون له حملې بخښنه وغوښته


په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو نوې عمومي قوماندان جنرال نیکولسن د سې شنبې په ورځ کندز ته د سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون په حمله کې د قربانیانوله کورنیو بخښنه وغوښته.

دې سفر کې له نوموړي سره د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر، د کورنیو چارو وزارت سرپرست او یوشمېر نورو لوړپوړو چارواکو ملتیا کوله.

د نوموړي د سفر هدف دې ولایت ته د بې پولۍ ډاکټرانو روغتون د قربانیانو له کورنیو څخه بخښنه غوښتل او د وسله والو طالبانو په وړاندې په جګړه کې د افغان امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلانول وو.

جنرال نیکولسن وویل چې له دې وړاندې رییس جمهور اوباما د بې پولې ډاکټرانو له مشر او همدارنګه د افغانستان له ولسمشر سره خپله همدردي شریکه کړې وه.

د ناټو عمومي قوماندان، د کندز ولایت خلکو ته وویل چې دی د متحده ایالاتو د خلکو په استازېتوب د کندز ولایت ته راغلي، څو د دې ولایت له خلکو څخه په ځانکړي ډول د هغو کسانو له کورنیو څخه بخښنه وغواړي چې د بې پولې ډاکټرانو روغتون په پېښې کې وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي:

"زه له خپلې مېرمنې سره کندز ولایت ته راغلم، څو له نږدې د قربانیانو له کورنیو څخه بخښنه وغواړم او د خپله همدردي له دوی سره شریکه کړم."

جنرال نیکولسن زیات کړه چې وسله وال طالبان هڅې کوي څو په کندز کې ډېرې امنیتي ننګونې جوړي کړي، خو موږ هغوی ته اجازه نه ورکوو چې د خلکو پر وړاندې ستونزې جوړي کړي:

"څرنګه چې تاسې هم خبر یاست، طالبان کوښښ کوي چې د کندز په وړاندې ستونزې وزېږوي، خو موږ د کندز دخلکو ترڅنګ ولاړ یو او د هغوی د هر ډول برېدونو او ستونزو مخنیوي کوو"

نوموړي همداراز وویل چې د ناټو ځواکونه به هېڅ کله هم افغانان یوازې پرې نږدي او له هغوی څخه ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې د جنرال نیکولسن، مېرمنې اغلي لورین په خپلو خبرو کې وویل:

"ما له خپل خاوند سترجنرال نیکولسن څخه وغوښتل چې زه له امریکا څخه افغانستان ته راشم او نن زه بیا کندز ته راغلم، زه په دې خاطر کندز ته راغلم څو د کندز بې پولې ډاکټرانو روغتون د قربانیانو له کورنیو سره خپله همدردي څرګنده کړم او زیانمنې کورنې له نږدې وګورم."

بل لورته د کندز والي اسدالله عمرخېل، د ناټو ځواکونو څخه چې په افغانستان کې په بېلابېلو څانګو کې کار او فعالیت کړی مننه وکړه همدارنګه د ناټو له قوماندان څخه وغوښتل چې په اوسنیو شرایطو کې افغانان یوازې پرې نږدي:

"زه د ناټو ځواکونو له کار او فعالیت څخه که هغه د بیارغونۍ، د امنیت ساتنې او د امنیتي ځواکونو د تجهیز په برخه کې کړي دی ډېره مننه کوم، خو له دوی څخه غواړم چې په دې بد او اساسو شرایطو کې باید موږ یوازې پرې نږدي."

کله چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې وسله والو طالبانو د څو ورځو لپاره کندز ښار ونیو او په یاد ښار کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې رامنځته شوې چې د اکتوبر په درې مه نېټه د امریکا هوايي ځواکونو د شپې لخوا یې په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون باندې بمبارې وکړه.

د راپورونو له مخې په یاد روغتون کې ۴۲ تنه مړه اوټپیان شول چې د نړیوالو غبرګونونه یې هم را وپارول.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG