د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

اروپايي اتحادیه ۸۰ زره افغان پناه غوښتوونکي بېرته باسي


د اروپايي اتحاديې د یوه محرم پلان له مخې، په راتلونکي کې به ۸۰ زره افغانان له اروپا څخه ډيپورټ يا وايستل شي.

د يوه افشا شوي پلان له مخې، اروپايي کمېسيون به افغانستان ته خبرداری ورکړي چې دغه هېواد ته به په هغه صورت کې مالي مرستې کمې کړي که افغان حکومت د اورپايي اتحادیې هېوادونو د زرګونو افغان پناه غوښتونکو د ايستلو سره موافقه ونه کړي.

دغه مالي مرستې د افغانستان د ناخالصو کورنيو عوايدو۴۰ سلنه برخه جوړوي.

په دغه سند کې دا خبره منل شوې ده چې که دغه پلان پلی شي او له افغانستانه مالي مرستې وګرځول شي، د دغه هېواد د کمزوري دولت د ړنګېدو خطر شته.

د دې پلان له مخې به په راتلونکي کې شااوخوا ۸۰ زره افغان پناه غوښتونکي له اروپا څخه وايستل شي.

د ټليګراف ورځپاڼې راپور وايي، د دغه پلان له مخې، د افغانې ټولنې لوړپوړو غړيو ته به د اقتصادي پناه غوښتونکو له ايستلو سره د موافقې په بدل کې په اروپا کې په پوهنتونو کې ځايونه او د سوداګرۍ مواقع ورکړل شي.

د ټليګراف ورځپاڼې د راپور له مخې دغه پلان د اروپايي کمېسیون، د بهرنۍ پاليسۍ د څانګې او د بهرني عملیاتو خدماتو ادارې له خوا چمتو شوی او دولتي سفيرانو ته د مارچ په درېيمه نېټه لېږل شوی دی.

تېر کال په افغانستان کې د طالبانو په حملو کې شااو خوا ۱۱ زره ملکيانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د اقتصاد د مخ پر خرابېدو وضعيت له کبله هم ويل کېږي اروپا ته د پناه غوښتونکو شمېر زيات شي.

په افغانستان کې یو اعشاریه يو میلیون کسان د جګړو له کبله بې کوره شوي او پنځه اعشاريه څلور میليونه اوس هم په ايران او پاکستان کې کډوال دي.

په اکتوبر مياشت کې اروپايي اتحادیه د افغانستان لپاره د نړيوالو مالي مرسته کوونکو سرمشريزه جوړوي.

دوی غواړي د افغانستان لپاره د ۲۰۱۷میلادي کال څخه تر ۲۰۲۰میلادي کال پوري مالي مرستې ټولي کړي چې دغه هېواد وکولای شي خپل اوسني اقتصادي وضعيت ته ادامه ورکړای شي.

د اروپايي کمېسيون د ریيس جين کلاود جنکر همکاران وړانديز کوي چې دغه سرمشريزه د يوې وسيلې په توګه کارېدلای شي چې پر افغانستان فشار راولي تر څو د اروپايي هېوادونو له خوا هلته د تللو افغانانو له ايستلو سره موافقه وکړي.

په دغه پلان کې راغلي چې اروپايي اتحاديه هېوادونه افغانستان ته تر ټولو زياته مالي مرسته ورکوي چې تر ۲۰۲۰میلادي کاله پوري ۱.۴ میليارډه يورو دي.

دغه سند يادونه کوي چې د ولسمشر غني حکومت پر مالي مرستو ولاړ دی او د اوسنیو بهرنيو مالي مرستو د نشتوالي په صورت کې دغه حکومت ښايي ادامه ونه کړي ځکه چې له ګڼ شمېر، اقتصادي، امنيتي او سياسي ستونزو سره مخامخ دی.

شااوخوا يو لک او شپږاويا زرو افغانانو په اروپايي اتحاديه هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده او دوی يونان ته د تللو پناه غوښتونکو څلورمه برخه جوړوي.

له هغو سيمو چې په کې امنيت شته، د تللو اقتصادي پناه غوښتونکو په زوره د ايستلو په بدل کې به اروپايي پوهنتونونه د ايراسموس بورسونو له لارې افغان محصلينو ته د تحقيق او لوړو زده کړو مواقع ورکړي خو دغه سند خبرداری ورکوي چې د دغو بورسونو له لارې تلونکي افغان محصلين ښايي بېرته خپل هېواد ته له تګه ډډه وکړي او په اروپايي اتحاديه هېوادونو کې پاته شي.

اروپايي اتحاديه به ايستل شويو پناه غوښتونکي روزي او هغوی ته به روغتيايي خدمات هم ورکوي.

XS
SM
MD
LG