د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

ولسمشر غني: د پوهنې د کیفیت ستونزه نه ده هواره شوې


ولسمشر محمد اشرف غني د ښوونځي د زنګ په وهلو سره په رسمې توګه د افغانستان ۱۳۹۵ تعلیمي کال پيل کړ.

په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې ښاغلي غني د پوهنې د کیفیت پر لوړېدو او په دې برخه کې د اصلاحاتو په راوستو ټینګار وکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني هیله وښوده چې د ښوونځي دغه زنګ به د هوساینې، ثبات او خوځښت زنګ وي او ټینګار یې وکړ چې د پوهنې کیفیت ته باید پاملرنه زیاته شي.

محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ د نوې تعلیمي کال د پيل په مراسمو کې د پوهنې وزارت پر موجوده اداري جوړښت انتقاد وکړ او زیاته یې کړه چې تراوسه د پوهنې د کیفیت په برخه کې ستونزې پر خپل ځای پاتې دي:

"د پوهنې وزارت اوسنی جوړښت او فعالیتونه زموږ ښوونکو او زده کوونکو ته ځواب ویونکي نه دي، د کمیت له نظره ډېر بدلونونه راغلي دي، خو د کیفیت له لحاظه مو اساسي ستونزه نه ده حل شوې، د کیفیت لوړول یوازې د پوهنې وزارت دنده نه ده، ټول دولت به د پوهنې د پیاوړتیا لپاره اقدام وکړو."

ولسمشر له پوهنې وزارت څخه وغوښتل چې هدف ته د رسېدو لپاره یو واضح چوکاټ رامنځته کړي او د خپلو اهدافو په پوره کېدو کې له علماو، ښوونکو، ځوانانو او مدني ټولنو څخه همکاري وغواړي.

ښاغلي غني ومنله چې د ښونکو د ستونزو حل ته یې لازم کار نه دی کړی، خو ژمنه یې وکړه چې د وخت په تېرېدو به د ښوونکو ټولو ستونزو ته حل لاره پیدا کړي:

"ستاسو لومړنۍ خبره داده چې له ما ګیله لری، ګیله مو داده چې تاسو یو معلم ته رایه ورکړه او ولسمشر مو کړ، خو همدې ولسمشر مو بنیادي ستونزې حل نه کړې، زه ستاسې د ستونزو په حل کې ځان مشروط ګڼم، خو هیله ده سږ کال د کامیابۍ نومرې ترلاسه کړم."

ولسمشر وویل چې پوهنې وزارت باید د نورو په پرتله د شفافیت او حساب ورکونې یوه بېلګه وي او خبرداری یې ورکړ چې د پوهنې په وزارت کې هر ډول کم کارۍ نه شي زغملی.

ښاغلي غني ښوونکو ته وویل چې غصب شوې ځمکې به یې ژغوري او ښاري سیمو ته نږدې به ښارګوټي ورته جوړ کړي.

په همدې حال کې د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي وویل چې له فساد سره مبارزه یې د پروګرامونو په سر کې دي او هڅه کوي چې پوهنې وزارت له سیاست او تبعیض څخه لرې وساتي.

ښاغلي بلخي د پوهنې په برخه کې د یوې پنځه کلنې ستراتیژي د جوړېدو خبره هم وکړه:

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي
د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي

"په تېر کال کې د ولسمشر د لارښونې له مخې د پوهنې وزارت کارونه ارزیابي او اوس د سمون په مرحله کې روان دي، د پوهنې وزارت پنځه کلن ستراتیژیک پلان هم د نړیوالو همکارانو په مرسته طرحه شوی او د نهایي کېدو په مرحله کې دی، دا به زموږ د را روانو پنځو کلونو د لارې نقشه وي."

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په نوې تعلیمي کال کې به څه باندې یو میلیون نوې زده کوونکي ښونځیو ته ولاړ شي او په دغو کې یو۴۱ سلنه نجونې دي.

د نوې تعلیمي کال لپاره ۹۵۰ بابه ښوونځي او تعلیمي مرکزونه هم جوړ شوي او د سواد زده کړو ته هم کار کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزارت وایي، اوس هم شااوخوا ۵۰۰ بابه ښوونځي د ناامنیو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې د زده کوونکو پر مخ تړلي او درې نیم میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

له دې وړاندې پوهنې وزارت ویلي و، که د بندو ښوونځیو پرانستو ته پام ونه شي، ممکن شمېر یې نور هم ډېر شي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG