د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په هدف د جاپان او سنګاپور له ملی ټیمونو سره سیالي کوي.
د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو مسؤل سید علي کاظمي ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړ په قطر کی ښه تمرینات تر سره کړي او هیله ده چې دغه سیالۍ وګټي.
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم په داسې حال کې د دغه قوي ټیمونو سره مخ کېږې چی په تېرو نړیوالو سیالیو کې یې پرله پسی بریاوی خپلی کړی او دوهم مقام یی خپل کړ.