د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۷ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۸

د قزاقستان حاکم ګوند پارلماني انتخابات وګټل

په قزاقستان کې د ترسره شویو پارلماني انتخاباتو لومړنۍ نتیجه ښیي چې د ولسمشر واکمن ګوند ډېرې رایې ګټلي دي.

دوو نورو حکومت پلوو ګوندونو هم د دې هېواد ۱۰۷ کسیز پارلمان ته لاره پیدا کړې.

د قزاقستان د پارلماني انتخاباتو لومړنۍ نتیجه ښي چې د ولسمشر نورسلطان نظر باییف واکمن ګوند په سلو کې ۸۲ رایې ګټلي دي.

د قزاقستان د انتخاباتو مرکزي کمېسیون پرون د انتخاباتو له ترسره کېدو وروسته اعلان وکړ چې د رایو ورکوونکو شمېر په سلو کې نېږدې ۷۷ و.

په قراقستان کې له ۱۹۹۱ میلادي کال راهیسې چې د پخوانې شوروي اتحاد له نسکورېدو وروسته دې هېواد خپلواکي اخیستې، هېڅکله هم تر سره شوي انتخابات لوېدیځ هېوادونو او نړیوالو څارونکو، شفاف او ازاد ندې بللې.

له انتخاباتو مخکې، په انتخاباتو کې د درغلۍ، د یو کس له خوا د څو واره رایې ورکولو، د مخالفینو د کاندیدانو د زورولو او د مطبوعاتو د سانسور په اړه اندېښنې راپورته شوې وې.

د ازادي راډیو خبریالان چې د انتخاباتو بهیریې له نېږدې کتلي وایي، د هېواد په یوشمېر سیمو کې د رایو صندوقونه ډک شوي او د کورنیو غړیو د نورو په استازیتوب رایې کارولي دي.

د نظرباییف "نوراوتان" ګوند د پارلمان د ۱۰۷ کسیز مجلس لپاره یو ریښتینی سیال نه درلود.

پر نوراوتان سربېره د رایو نتیجه ښیي چې د مجلس لپاره دو نورو ګوندونو، حکومت پلوي د خلکو کمونست او "اک زول" ګوندونو هریوه په سلو کې څه باندې اووه رایې خپلې کړې دي.

دا هغه تر ټولو کم حد دی چې یو ګوند یې باید پوره کړي چې پارلمان ته لاره پیدا کړي.

د رایو د رسمي نتیجې له اعلانېدو مخکې هم ډېره پاملرنه د نظرباییف لورته اړول شوې وه.

"داریګه نظربایوا" ته چې د صدراعظم مرستیاله ده او د نوراوتان ګوند له خوا یې مجلس ته ځان کاند کړی دی.

که نوموړې له حکومته وځي ممکن د مجلس مشره وټاکل شي چې په دې توګه به د خپل ۷۵ کلن پلار د ځای ناستې په توګه د جمهوري ریاست لپاره خپل دریځ نور هم پیاوړی کړي.

نظرباییف چې له ۱۹۹۱ میلادي کال راهیسي یې له کریملن سره نېږدې اړیکي پاللي، تېر ۲۰۱۵ کال د جمهوري ریاست د یوې بلې پنځه کلنې دورې لپاره وټاکل شو.

چارواکو هم د هغو رایې ورکوونکو شمېر چې نظر باییف یې بیا ټاکلي، په سلو کې ۹۸ ښودلی و.

په پلازمېنه استانا کې پرون د رایې ورکولو پرمهال نظر باییف له نورو هېوادونو وغوښتل چې د ډموکراسۍ پرلوري د قزاقستان په وړاندې تګ کې دې بېړه نه کوي.

هغه وویل، قزاقستان اسیا ده چې کورنۍ اړیکې یې توپیر لري، مختلف مذهبونه او د خلکو ترمنځ فرصتونه یې هم مختلف دي.

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG