د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۳۹

په بلخ کې د نوروز جشن په خوښیو ولمانځل شو


په بلخ ولایت کې د نوروز جشن

په بلخ ولایت کې د نوروز جشن د ملي یووالي حکومت د لوړ پوړو دولتي چارواکو په ګډون سره په شاندارو مراسمو سره ولمانځل شو.

د حکومت اجراییه مشر ډاکټرعبدالله عبدالله هم په یادو مراسمو کې ګډون درلود او د نوروز جشن په مناسب خپله وینا کې یې د دولت مخالفو وسله خاصتاً داعش ډلې په وړاندې د خلګو ګډې مبارزې غوښتونکی شو، هغه وویل چې وسله مخالفین د افغان پوځیانو په وړاندې د جګړې وړتیا نه لري او هر کله یې چې سر پورته کړ، نو وبه ځپل شي.

حضرت علیه کرم الله وجه ته د منسوب زیارت جهنډه نن د نوروز یا نوي کال په لومړۍ ورځ په شاندارو مراسم سره پورته شوه.

د یادې جهنډې په پورته کولو سره بلخیانو له ژمي موسم سره مخه ښه وکړه او پسرلي ته یې ښه راغلاست وویل.

د نوروز جشن د لمانځنې مراسمو ته د حکومت اجراییه ریاست مشر ډاکټرعبدالله عبدالله هم راغلی و، ښاغلي عبدالله په هېواد کې د داعش ډلې د فعالیت په اړه اندېښنه وښوده او وویل چې دا ډله هر څومره چې تروریستي فعالیت کوي خو د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې د تخریبي فعالیت وړتیا نه لري.

ښاغلي عبدالله وویل چې تېرکال افغانستان د بدو امنیتي شرایطو سره مخ و، خو په روان کال کې افغان امنیتي ځواکونه مجهز دي او دا وړتیا لري چې د هرډول تروریستي فعالیت مخه ونیسي او د افغان حکومت مخالفې وسله والې ډلې وځپي او په موقع سره یې شومې موخې شنډې کړي.

د حکومت اجراییه مشر افغانان د داعش ډلې ته ورته تروریستي شبکو په وړاندې ګډې مبارزې ته را وبلل:

"داعش ډله او نورې تروریستي ډلې هڅه کوي چې تروریستي فعالیتونه ترسره کړي خو افغان امنیتي سرتیري او افغان ملت به یې په ګډه مخه نیسي او په وړاندې به یې مبارزه کوي."

د نوروز جشن د لمانځنې د مراسمو له لومړیو ویناوالو څخه یو هم د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور و، ښاغلي نور په تېر لمریزکال کې په دې ولایت کې د حکومت په لاسته راوړنو خبرې وکړې او ویې ویل چې دې دوی تر ټولو زیاته لاسته راوړنه فرهنګي او پراختیايي برخو ته ځانګړې کیږي.

ښاغلي نور یې په اړه وویل:

"موږ په تېرکال کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې او خاصتاً په انکشافي او فرهنګي برخو کې زموږ لاسته راوړنې د پام وړ وې."

ښاغلي نور ۱۳۹۵ لمریز کال افغان امنیتي ځواکونو ته د ننګونو ډګ په ګوته کړه، خو ویې ویل افغان ملي پوځ دا وړتیا او شهامت لري چې د دښمن هر ډول فعالیت شنډ کړي.

ښاغلي نور زیاته کړه چې په پلان کې لري ترڅو د ولس او امنیتي ارګانونو په همغږۍ او همکارۍ سره شمال کې بېرته پخواني امنه فضا حاکمه کړي.

عطا محمد نور بلخ د اقتصادي ودې بستر په ګوته کړه او پدې ولایت کې یې د پانګونې غوښتنه وکړه.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG