د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

کرکټ: په نړيوال جام لوبو کې جنوبي افریقا افغانستان ته ماته ورکړه

د کرکټ شل اوریز نړيوال جام سیالیو کې جنوبي افریقا افغانستان ته د ۳۸منډو په توپیر ماته ورکړه.

په نننی لوبه کې پچه جنوبي افریقا وګټله او د بیټنګ پریکړه یې وکړه چې د شلو اورونو په لوبولو سره وتوانېدل د ۵لوبغاړو په سوځیدو سره۲۰۹منډې وکړي او افغانستان ته یې د ۲۱۰منډو هدف وټاکه چې مقابل لوري افغان لوبډلې ونشوی کړای نوموړې هدف پوره کړي.

دا لوبه د هند د ممبي ښار د کرکټ په نړېوال لوبغالي کې ترسره کیږي.

که څه هم جنوبي افریقا د نړۍ له پیاوړو ټیمونو څخه ده خو افغان لوبغاړي او د ټیم روزونکي وايي، دوي د دې سیالۍ لپاره پوره چمتوالی لري.

افغانستان د شل اوریز نړېوال جام د لسو غوره ټیمونو په سیالیو کې خپله لومړی لوبه سريلانکا ته بایللې ده.

افغانستان له انګلستان او ویست انډیز سره هم مسابقې لري.

پخواني:

د کرکټ په نړېوال شل اوریزه لوبو کې جنوبي افریقا افغانستان ته د ۲۱۰منډو هدف وټاکه.

په نننی لوبه کې پچه جنوبي افریقا وګټله او د بیټنګ پریکړه یې وکړه چې د شلو اورونو په لوبولو سره وتوانېدل چې د ۵لوبغاړو په سوځیدو سره۲۰۹منډې وکړي.

XS
SM
MD
LG