د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۵۴

د کابل د کارتې سخي زیارت جنډه د سولې په هیله پورته شوه


په کابل کې د کارتې سخې زیارت جنډه د کال په لومړۍ ورځ په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت په هیله په شانداره مراسمو پورته شوه.

د کابل ښاروالۍ مرستیال په دغو مراسمو کې په پنځه نوویم کال کې زرګونو کسانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو د ژمنې سربیره وویل، روان کال به ګڼې پراختیايي پروژې هم عملي کړي.

یو شمېر هېوادوال چې په دغو مراسمو کې یې ګډون کړی وو له حکومته غواړي چې د نورو برخو ترڅنګ د سولې د ټینګښت لپاره خپلې هڅې چټکې کړي.

د کابل ښار د زیارت سخي جنډه د ځینو حکومتي چارواکو او د کابل ښاریانو سربیره له بېلابېلو ولایتونو څخه کابل ته د راغلو هېوادوالو له لوري په شانداره مراسمو پورته شوه.

که څه هم په دغو مراسمو کې د تېرکال په پرتله د حکومتي چارواکي حضور کمرنګه و خو هېوادوالو په ډېرو هیلو د زیارت سخي جنډه پورته کړه.

د کابل ښاروالۍ معین محمد اسلم اکرمي ددغه مراسمو لومړنی ویناوال وو او ده په خپلو خبرو کې وویل، روان کال به د پراختیايي پروژو د تطبیق له کبله د افغانستان لپاره استثنايي کال وي.

ښاغلی اکرمي وايي، روان کال به زرګونو هېوادوالو د کار زمینه برابره کړي.

"روان کال د شپږ زره شپږ سوه ماهرو کارګرو او شاوخوا شل زره غیرې ماهرو کارګرانو ته د کاري زمینې برابرول زموږ په برنامې کې شامل دي."

دا په داسې حال کې ده چې پر حکومت لوی انتقاد دا دی چې په تېر کال کې یې د کاري زمینو د برابرېدو په برخه کېګټور ګامونه پورته نه کړه او له همدې کبله زرګونه کسان له افغانستانه په غیرې قانوني توګه اروپايي هېوادونو ته د ښه ژوند په هیله ووتل.

د کابل د کارتې سخي په یوې بلې څنډه کې بیا کورنۍ په دې هدف راغلي چې وخت یې ښه تېرشي او په خوښیو نوی کال ولمانځي.

دوي وايي، حکومت باید د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو سربیره د سولې د ټينګښت لپاره هم جدي هڅې وکړي.

یو شمېر هېوادوال چې له لېرې او او ناامنو ولایتونو کابل ته راغلي حکومت ته خاص پیغامونه لري.

فرزاد یادګار چې له هلمنده کابل ته د نوي کال د لمانځلو لپاره راغلی وايي وايي، حکومت باید له هرڅه وړاندې په هېواد کې سوله ټینګه کړي:

"زه فرزاد یاد ګار د هلمند ولایت اوسیدونکی د نوروز په خاطر له هلمنده راغلی یم ټولو مقاماتو څخه زموږ دا غوښتنه ده چې افغانانو ته کار او وظیفه برابره کړي او دلته موږ ته سوله او امنیت برقرار کړي."

هېوادوال په داسې حال کې له حکومت د سولې او ثبات د ټینګښت غوښتنه کوي چې تېرکال د امنیت له پلوه د افغانستان لپاره ننګونکی کال بلل شوی او خلک هم له دغه کال څخه ښې خاطرې نه لري.

هېوادوال غوښتنه کوي چې حکومت باید روان کال اغیزمن پروګرامونه عملي کړي څو د تېرکال ترخې پېښې تکرار نه شي.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG