د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

"افغانستان به په نوي کال کې له امنیتي او اقتصادي پلوه پرمختګ وکړي"


ولسمشرمحمد اشرف غني وايي، حکومت تېرکال په زیاتو برخو کې ستونزې درلودې خو افغانستان به په نوي لمریزکال کې په امنیتي او اقتصادي ډګرونو کې د پام وړ پرمختګونو شاهد وي.

د افغانستان ولسمشر دا څرګندونې د نوي لمریزکال د پیل او نو روز په مناسبت په خپله وینا کې وکړې.

ولسمشرمحمد اشرف غني وايي، امنیتي ځواکونه به په روانه جګړه کې بریالي کیږي او سوله به هرو مرو راځي.

د نوروز په مناسبت په خپل پیغام کې ولسمشرغني وویل، د حکومت وسله والو مخالفانو تیرکال زیاته هڅه وکړي چې افغانستان وویشي او نظام له منځه یوسي.

ولسمشراشرف غني ژمنه وکړه چې افغانستان به په ۱۳۹۵ لمریز کال دومره بریښنا تولید کړي چې په تیرو سلو کې يې ساری نه وي.

نوموړي دا هم وویل چې د هېواد په لویدیځ کې له ایران سره او په ځینو نورو ولایتونو کې به د اورګادي د پټلیو جوړیدل پیل او مهمې اقتصادي پروژې عملي شي.

افغان ولسمشر په خپله وینا دا هم منلې ده چې حکومت په زیاتو برخو کې نیمګړتیاوې لري، فساد او بې عدالتي موجوده ده او دولتي ادارې هغه شان فعالیت نه کوي څه ډول چې لازمه ده.

اشرف غني په یو شمېرسیاسونو انتقاد کوي چې د ده په خبره د ملي ګټو نه به د خپلو شخصي ګټو په فکر کې دي.

د افغانستان جمهور رئیس وايي، تېرکال دوي د هېواد د بقا لپاره مبارزه وکړه او په نوي کال کې به د فساد پر ضد جدي او پرخه مبارزه وکړي.

ولسمشرغني د نوي کال لپاره دا ژمنې په داسې وخت کې کوي چې ګڼ شمېر کتونکي، نړېوال ډیپلوماټان او سیاسي منتقدان د افغانستان حکومت په بېلابېلو برخو کې کمزوری ګڼي.

د چارو کتونکي دا هم وايي چې په تېر یوه کال کې د ولسمشرۍ د ماڼۍ او اجرائیه ریاست ترمنځ اختلافات د دولتي ادارو د کاري نیمګړتیاو او دزیاتو امنیتي او اقتصادي ستونزو سبب شوي.

XS
SM
MD
LG