د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

د اداري فساد له امله ولس پر حکومت بې باوره شوی


اداري فساد هغه پدیده چې په نړیواله کچه یې د افغان حکومت نوم بدنام کړی او همداراز یې د عامو خلکو او حکومت ترمنځ واټن رامنځ ته کړی دی.

اداري فساد په افغانستان کې یوه ستره ستونزه بلل کېږي او افغان حکومت له همدې امله په کور دننه او نړېواله کچه له زیاتو انتقادونو سره مخامخ دی.

که څه هم د ملي وحدت حکومت چارواکو د حکومت د کار په لومړیو کې د فساد په وړاندې د کلکې مبارزې ټټر ډبولی و، خو اوس هم لیدل کېږي چې فساد د افغان حکومت مشروعیت ګواښي او د ښې حکومتوالۍ په وړاندې ستر ګواښ ګڼل کېږي.

د ولسي جرګې یوشمېر غړي وايي چې د افغانستان په ادارو کې شته اداري فساد د خلکو او حکومت ترمنځ واټن رامنځ ته کړی.

د دغې جرګې غړی انجنیر کمال ساپی وايي چې اداري فساد د افغان حکومت په وړاندې یوه ستره ننګونه ده:

"په افغانستان کې د اداري فساد د زیاتوالي سره د خلکو او حکومت ترمنځ بې باوري زیاته شوې او دې کار د خلکو او حکومت ترمنځ واټن نور هم زیات کړی چې دا په مجموع کې د نظام ثبات ته لویه ضربه ده."

د ولسي جرګې بله غړې نسیمه نیازۍ وايي چې اداري فساد عام ولس له فشار سره مخ کړی او د دوی ژوند یې ور تریخ کړی"

"اداري فساد ولس له ستونزو سره مخ کړی له دې ناوړه پدیدي خلک ځورېږي، فشار په عام ولس یې نور زغم نه لري، اداري فساد اوس ډېر عام شوی."

په افغانستان کې خراب امنیتي وضعیت، په ادارو کې بیروکراسي، د معافیت فرهنګ، د سرپرستانو زیات وخت پاتې کېدل په دولتي ادارو کې د زور واکو او د قومي متنفذینو لاسوهنه او په کارونو کې اداري تداخل د فساد عمده عوامل بلل کېږي.

د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر چې ځان د حکومت سیاسي اپوزېسیون هم ګڼي انتقاد کوي او وايي، حکومت نه دا چې د فساد مخه یې ونه نیوله، بلکې په دولتي ادارو کې فساد زیات شوی هم دی.

انوارالحق احدي ازادي راډيو ته وویل چې حکومت د فساد د مخنیوي لپاره ځانګړی پلان اوستراتیژي نه لري اویواځې په دې برخه کې شعار ورکوي:

"حکومت لکه په نور شیانو کې په دې برخه کې هم خلکو ته فریب ورکاو، دوی د فساد د مخنیوي لپاره ځانګړی پلان نه درلود یواځې شعار یې ورکاو، اداري فساد په افغانستان کې تر یو له لویو ستونزو څخه ده."

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې کمېټې چارواکي د ملي وحدت حکومت له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ناتوانه بولي او وايي چې په دې برخه کې هېڅ قوي سیاسي اراده نه ده موجوده.

یوشمېر عام افغانانو وايي چې د ملي وحدت حکومت د فساد په مخنیوي کې پاتې راغلی، په ادارو کې د پخوا په پرتله فساد نور هم زیات شوی.

دوو تنو کابل ښاریانو زادي راډيو ته وویل چې فساد له حکومت زړه توري کړي دي:

"۱: نوم مې عبدالصمد دی اداري فساد خپل اوج ته رسېدلی، په ادارو کې یو کار هم له دارو فساد پرته نه ترسره کېږي چې دې کار حکومت له ګواښ سره مخ کړی، له بدمرغه حکومت په دې برخه کې ژمنې کړې وې، خو عملي یې نه کړې."

۲: عباد الله نومېږم اداري فساد له حکومت زړه توری کړی یم، همدا علت دی چې ورځ تربلې د حکومت په وړاندې خلک په وسله وال مخالفت کې درېږي."

په ورته وخت کې حکومتي چارواکي وايي د ولسمشر اجراییه رییس او د دوی د مرستیالانو په ګډون د کابینې د غړیو د پانګې ثبتول، د کابل بانک دوسیه له سره څېړل، د هوايي ډګرونو او د فاع وزارت په قرداونو باندې له سره غور او د ښار جوړونې د وزارت د یوشمېر لوی چارواکي له دندو ګوښه او عدليي او قضايي ارګانونو ته معرفي کول هغه اقدامات دي چې حکومت د فساد دمخنیوي لپاره کړي دي.

د اداري فساد په وړاندې د مبارزې عالي اداره وايي، په نسبي ډول له خپلو کارونو راضي دي، خوڅه ډول چې تمه کېدله هسې نه.

د دغې ادارې سرپرست حسین فخري ازادي راډيو ته وویل له فساد سره مبارزه اوږد مهاله سیاسي، اقتصادي او فرهنګي مبارزې ته اړتیا لري:

"په بشپړ ډول د فساد د مخنیوي پروسه اوږد مهال ته اړتیا لري، له کشفي او تحقیقاتي اجراتو ترڅنګ یو لړ ژورو اقتصادي، اجتماعي او سیاسي تغیراتو او مبارزې ته اړتیا لري."

په ورته وخت کې له فساد سره د مبارزې افغاني شبکه وايي چې د ملي وحدت حکومت له فساد سره د مبارزې لپاره بشپړ میکانیزم نه لري چې نړیوال او هم افغانان قانع کړي.

د دغې شبکې ویاند شکرالله مشکور په افغان چارواکو غږ کوي چې ټول صلیقوي او شخصي برخوردونه یو خواته کړي او له فساد سره کوټلې مبارزې لپاره کلکې مټې راونغاړي.

نوموړی ټینګار کوي، تر هغو چې پولیس، قضایې سیسټم او څارنوالي په فساد ککړه وي، نو حکومت به له فساد سره مبارزې کې ډېر بریالی نه وي.

د چارو کارپوهان بیا وايي چې په دولت کې د مفسدو کسانو موجودیت د دې لامل شوی چې حکومت ونه توانېږي چې له دغې پدیدې سره په مبارزه کې بریالی شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې لپاره باید ګټور میکانیزمونه جوړ شي:

"د افغانستان خلک یو پیغام لري او هغه دا چې د باور وړ ادارو رامنځ ته کول لپاره به له فساد سره سرتاسري مبارز چې په هر ډول وي وکړم."

په داسې حال کې چې ځینو لوېدیځو جنرالانو ۲۰۱۶ میلادي کال د افغانستان لپاره له ستونزو ډک کال بللی، د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ خبرداری ورکوي، که له فساد سره ټینګه مبارزه ونه شي، نو راتلونکی کال به حکومت له زیاتو ننګونو سره مخ کړي.

د دې شبکې موندنې ښيي چې په ځینو سیمو کې د پولیسو په ادارو کې فساد د دې خنډ ګرځېدلی څو دغه ځواکونه د کشف دنده په سمه توګه تر سره نه کړي.

آن ویل کېږي چې ځینې وخت پوستې خرڅېږي.

د شفافیت د نړېوال سازمان یوه نوې څېړنه ښیې چې په کلني ډول افغانانو درې عشاریه ۹ میلیارډ ډالره رشوت ورکړی دی.

څه موده وړاندې یاد سازمان په ویلي د دوی موندنو جوته کړې چې افغانستان د نړۍ د فسادو هېوادونو په کتار کې دریم ځای لري.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG