د افغانستان د ملي امنیت ریاست سرپرست مسعود اندرابي کور ته نږدې د یوه وسلې والې حملې مخه ونیول شوه.
د ملي امنیت مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته وویل چې وسله وال حمله کوونکي غوښتل د ښاغلي اندرابي کورته ننوځي چې د امنیتي ځواکونو له خوا وپیژندل شو او له منځه یوړل شو.
اوس سیمه د امنیتي ځواکونو د کنټرول لاندې ده.
عیني شاهدان وايي چې په سیمه کې یې د ډزو اوازونه هم اوریدلي دي.
د مرګ ژوبلې په اړه لا تراوسه څه نه دي ویل شوي.