د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۴ وږی ۱۳۹۸ کابل ۱۲:۰۷

جان کري داعش ډله د مذهبي انګیزو پر بنسټ په ډله ییزه وژنه تورنه کړه


د امریکا د بهرنیو وزیرجان کري په رسمي توګه اعلان وکړ چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش د عیسویانو، یزدیانو او نورو مذهبي فرقو خلاف په عراق او نورو هېوادونو کې د ډله ییزې وژنې اعمال ترسره کړي دي.

په ۲۰۰۴ میلادي کال کې په سوډان کې د اقلیتونو د ډله ییزې وژنې وروسته دا لومړی ځل دی چې د امریکا متحده ایالات په داسې څرګنده د یوې ډلې اقدامات د ډله ییزې یا عامه وژنې په عبارت اعلانوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري وايي، د اسلامي دولت یا داعش د ډلې یو شمېر چارواکي خپل اعتراف کوي چې د دوی د مبارزو هدف په بشپړه توګه د یو شمېر توکمونو له منځه وړل دي.

د جان کري په وینا د داعش دا جګړه د جګړې د قربانیانو لپاره د مرګ په معنی ده. نوموړې زیاتوي: دا جګړه داعش خپله تعریف کړې، خپله یې پیل کړې او داعش یې قربانیان ټاکي چې خپله یې عام وژنه بولي.

که څه هم داعش پر عیسوي او شیعه ډلو هم بریدونه کړي، خو پر ایزدیانو د دې ډلې بریدونو انتقامي بڼه لرله.

د دې مذهبي اقلیت شمېرپه عراق کې له ۵۰۰زرو تر ۷۰۰زرو پورې رسیږي.

که د ډله ییزې وژنې عبارت د داعش په برخه کې رسمي بڼه خپله کړي، نو قانوني او حقوقي عواقب به یې دا وي چې د جنګي جنایاتو نړېواله محکمه به په دې اړه د بشریت ضد جنایتو په توګه اقدام کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري په دې اړه وايي:

"د ډله ییزې وژنې یوعنصر د یوې قومي یا مذهبي ډلې په بشپړه یا یې د یوې برخې د له منځه وړلو نیت دی.موږ پوهیږو چې داعش خپلو ځینو قربانیانو ته دا انتخاب ورکړ چې د مرګ او یا عقیدې د بدلون ترمنځ د یو څه انتخاب کړي.ريښتیا دا دي چې داعش مسیحیان، د مسیحیت، شیعه مسلمانان د شیعه توب او ایزدیان د ایزدي توب له کبله وژني. دا هغه پیغام دی چې داعش یې تر خپلې ولکې لاندې سیمه کې ماشومانو ته رسوي. د دوی نظر پر دې بنسټ دی چې که هرڅوک د دوی د عقیدې پیروي نه کوي له منځه وړل کېږي."

د جان کري په وینا د داعش وسله والې ډلې د سنې مسلمانانو او کردي اقلیت پرضد هم بشري جنایات ترسره کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د امریکا هدف یوازې دا نه دی چې داعش ته ماتې ورکړل شي او څه وخت وروسته بله سخت دریځه ډله په بل نوم او شعار د دې ځای ونیسي. بلکې هدف دا دی چې افراطیت د تل لپاره له منځه یوړل شي.

جان کري زیاته کړه، د جنایاتو په اړه خبرې کول مهم دي خو تر دې هم مهم د جنایاتو مخه نیول دي.

XS
SM
MD
LG