د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

په ۱۳۹۴کې د خبریالانو پر وړاندې د زور زیاتي ۱۱۶ قضیې ثبت شوي


د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړه اداره او د افغانستان د خبریالانو مرکز، ۱۳۹۴ لمریزکال د افغان خبریالانو لپاره له ستونزو ډک کال وباله.

د نۍ یا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړې ادارې او د افغانستان د خبریالانو د مرکزله نظره، ۱۳۹۴ یم لمریز کال د افغان خبریالانو لپاره د نورو کلونو په نسبت، له ستونزو ډک او خونړۍ کال و.

دوی وايي، په دې کال کې افغان خبریالان نه یوازې دا چې ګواښل شوي، وهل شوی او زندانونوته اچول شوي، بلکې وژل شوي هم دي.

د نۍ یا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړې ادارې د څار د څانګې مشر صدیق اله توحیدي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، په دې کال کې یې د خبریالانو پر وړاندې د زور زیاتي ۱۱۶ قضیې ثبت کړي دي.

ښاغلي توحيدي زیاته کړه:

"د خبریالانو پر وړاندې مو د زور زیاتي یو لوی رقم ثبت کړی چې په تېرو ۱۴کلونو کې یې ساری نه لیدل کیږي، په ۹۴یم لمریز کال ۱۲ خبریالان وژل شوي،۲۳ ټپیان، ۱۵ ګواښل شوي او وهل شوي او ۶۳ توهین او سپک شوي دي. ټول ۱۱۶ مورده کیږي."

د نۍ راپور وايي، په دې قضیو کې ۲۶ فیصده حکومت، ۶۴ فیصده طالبانو، ۲۱ فیصده نامعلومو کسانو او یو فیصد یي بهرنیو ځواکونو پورې اړه لري.

په راپورکې راغلي چې اوس هم خبریالان اطلاعاتو ته بشپړ لاس رسی نه لري او په رسنیو کې د ښځو ونډه مخ په کمیدو ده.

راپور وايي، په دې کال کې د طلوع تلویزیون د اوو کار کوونکو وژنه، یوه دردوونکې پیښه وه.

په دې ورځ د افغانستان د خبریالانو مرکز هم د خبریالانو د وضعیت په اړه خپل یو کلن راپور خپور کړاو د دې ترڅنګ یې ځیني خبریالان وستایل.

د خبریالنو د وضعیت په اړه د دواړو ارګانونو په راپورونو کې لږ توپیر لیدل کیږي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز ريیس احمد قریشي وویل، په ۹۴ لمریزکال کې د خبریالانو پر وړاندې د زور زیاتي په پیښو کې د ۹۳ یم لمریزکال په پرتله، ۸۵ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

ښاغلي قریشي زیاته کړه:

"د افغانستان د خبریالانو مرکز په وروستیو۱۲میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د خشونت ۱۹۱ قضېې ثبت کړي دي، دا شمېره د پخوا په نسبت زیاته ده ځکه په تېرکال مو ۱۰۳ قضیې ثبت کړې وې."

د افغانستان د خبریالانو د مرکز په راپور کې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو ۶۶، د محدودیتونو ۲۲، د توهین او سپکولو ۹، د فزیکي چلند ۶ او د غیر قانوني احضارولو او پوښتلو ۷ قضیې ثبت شوي دي.

افغان خبریالان وايي، ناامني او ډول ډول ګواښونه سبب شوي چې په لسګونو خبریالان او د رسنیو کارکوونکي خپلې دندې خوشې او یا له هېواده ووځي.

دوی وايي، حکومت چې کومې ژمنې د خبریالانو د خوندیتوب په هکله کړي، تر ډیره ځایه یې له یاده ایستلی دي.

خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG