د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

"پاکستان فکر کوي چې د ترورېزم په واسطه لوبه کولی شي"


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستی ګڼه کې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې عنوان يې دی:

طالبانو په داسې حال کې په هلمند کې یوه بله ولسوالۍ ونیوله چې د ناټو سرمنشي له کابل کتنه کوله.

ورځپاڼه لیکي:

خانشین د هلمند پینځمه ولسوالۍ ده چې د طالبانو تر کنټرول لاندې راغله.

که څه هم خانشین له لښکرګاه څخه سل کیلو متره لرې پرته ولسوالۍ ده خو پوښتنه دا ده چې ولې دا ولسوالۍ په داسې وخت کې ونیول شوه چې د ناټو سرمنشي د افغان امنیتي ځواکونو د بریالیتوبونو یادونه کوله.

واشنګټن پوست زیاتوي:

هلمند له تیرو۱۰کلونو راهیسې د جګړو شاهد دی خو په داسې وخت کې چې په افغانستان کې د جګړې موسم پیلیږي، د دې ولایت د دوو ولسوالیو سقوط د اندیښنې وړ ده.

فارن پالیسي:

فارن پالیسي خپرونې په یوه مطلب کې لیکلي: پاکستان فکر کوي چې د ترورېزم په واسطه لوبه کولی شي خو د نشريي په وینا، خطا کوي.

فارن پالیسي لیکي:

د ۲۰۱۶ میلادي کال په پیلیدو سره په افغانستان کې د سولې د راتلو په اړه هیلې زیاتې شوي.

له طالبانو سره د سولې د خبرو په هدف د چین،امریکا او افغانستان او پاکستان څلور اړخیزې ډلې پراخې هڅې پیل کړې.

د مطلب لیکوال وايي، هڅه کیږي چې پاکستان پر طالبانو فشار ته وهڅول شي خو اسلام اباد تروریستان په دوو ډلو ویشلي او د دې پرځای چې ټولې ډلې وځپي یو شمېر هغو وسله والو ډلو ته يې پر خپله خاوره پناه ورکړې ده چې په افغانستان کې تروریستي فعالیتونه کوي.

فارن پالیسي د مطلب په پای کې لیکي که پاکستان خپل دې سیاست ته دوام ورکړي لرې نه چې ترورېزم د پاکستان لمن هم ونیسم چې نښې نښانې يې همدا اوس ترسترګو کیږي.

یو ایس نیوز خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د امریکا د ماليي ورکونکو د پیسو د بې ځایه لګیدو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

خپرونه د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سر مفتش د یوه راپور په حواله لیکي:

په هغو ۴۴ پروژو کې چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ بشپړې شوي ډیرې نیمګړتیاوې لیدل کیږي.

د سیګار په راپور کې راغلي چې د امریکا ددفاع وزارت په دې پروژو یو عشاریه یو میلیارد ډالر لګولي چې له دریو څخه په دوو برخو کې يې د قرارداد اړوند مقررات نه دي مراعت شوي .

د یو ایس نیوز په لیکنه له ۴۴ پروژو څخه له ۷ نه يې ګټه نه ده اخستل شوې .

خپرونه خبرداری ورکوي چې که په افغانستان کې د بیارغونې پروژې همداشان عملي کیږي نو لرې نه ده چې په دې هېواد کې د امریکا د ماليي ورکونکو نور میلیونونه ډالر هم ضایع شي.

XS
SM
MD
LG