د نورستان ولایت د لوېدځې څنډې اوسېدونکي او ددغه ولایت چارواکي وايي چې د لغمان په علینګار کې يي تل مامورین او عام وګړې د وسله والو مخالفینو له خوا وژل کېږي چې نن هم د دواب ولسوالۍ امنيه قوماندان عنایت الله ووژل شو، خو د لغمان امنيه قومانداني بیا وايي، هلته يي د امنیت د تامین په خاطر هڅې پیل کړي دي.
د نورستان قومې مشر حاجي داد محمد نورستاني ازادي راډیو ته وویل د نورستان لوېدیځ ته غځېدلی سړک د لغمان په خاوره کې تېر شوی چې ډېری وختونه د یاد ولایت ولسوالۍ اړوندو سیمو کې وسله وال مخالفین سړک ته راکوزېږي، تالاشي کوي او په چايي چې شک راشي هغوي له موټرو کوزوي او بیا یې وژني او یاهم ددولتي کسانو په موټرو ډزې کوي چې په تېرو دوو کالونو کې يې له ۳۰زیات کسان وژلي دي:
"قوماندان صاحب عنایت د دواب امنيه قوماندان نن ووژل شو ، دلته باید امنیت ونیول شي، موږ نه پوهېږو چې د پوستو والا هم ورسره ملګري دي که څنګه؟ د پوستې خوا کې دا قوماندان وویشتل شو، د هغه لږمخکي علي قوماندان وویشتل شو، دهغوی نه مخکي خالو قوماندان وویشتل شو، دې لاره کې وسله وال کوزېږي او وخلک وژني، د لغمان والي يې هم غم نه خوري، د قول اردو مشر یې هم غم نه خوري."
د لوېدیځ نورستان یو بل اوسېدونکي چې له نوم ښودلو يې ډډه کوله ازادي راډیو ته یې وویل دوی په ازاد ډول خپلو سیمو ته تګ ــ راتګ نشي کولی، خو تراوسه د لغمان مسوولین او نور امنیتي ځواکونه په دې بریالي نشول چې له یادې لارې امنیتي ستونزې لرې کړي:
"د دواب ولسوالۍ امنيه قوماندان عنایت نن دعلینګار ولسوالۍ کې طالبانو ویشتلی دی او وژلی یی دی، ډېر دینداره انسان و ، د لمانځه په وخت کي به یې دوکاندارانو ته ویل چې باید لمونځ په جمع ادا کړي، دهر چا ټلیفون ته به چې په جومات او لمانځه کې زنګ راغی هغه به يې زرافغانۍ جرمانه کاوه ډېر ښه سړی و."
د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم وايي، په علینګار کې دامنیت نشتوالي په وجه يې هره ورځ ولس او دوی له ستونزو سره مخ وي او نن هم د دواب امنيه قوماندان عنایت الله په یاده ولسوالۍ کې ووژل شو:
"د لغمان د علینګار ولسوالۍ په بدې اباد کې وژل شوی دی ، یو بل کس هم ورسره و هغه ټپي شوی دی، دا لومړۍ پېښه نه ده چې د لغمان د لارې په اوږدو کې داسي رامنځ ته کېږي بلکي له دې وړاندې هم ګڼ کسان وژل شوي چې د ټولو شمېر ۳۷ ته ورسېده."
هغه وايي، څو ځله يې د یادې ستونزې هوارې لپاره د لغمان ولایت مسوولینو سره خبرې کړې خو لاهم مشکل په خپل ځای پاتې دی:
"زه خپله شخصاً لغمان ته ورغلم، جناب والي صاحب او جناب قوماندان صاحب سره مې خبرې وکړي، هغوی سره د خلکو د ستونزو په اړه اندېښنه شریکه کړه، هغوی راسره ژمنه کړې وه چې په لاره کې به امنیت راولي خو بدبختانه چې اوس هم امنیت خراب دی."
د لغمان امنيه قوماندان جنرال مطیع الله خان ساپی په علینګار کې دامنیتي ستونزو شتون مني، خو وايي چې د حل لپاره يې هڅې پیل کړي او ډېر ژربه په لاره کې پراته خنډونه له منځه یوسي:
"هڅه کوو چې هلته پوستې جوړې کړو، همدا اوس زه وزارت ته راغلی یم، د پرسونل د زیاتوالي امر واخلم موږ سره د پولیسو شمېر کم دی او ساحه پراخه ده، کله مو چې تشکیلات واخستل پوستې به جوړې کړو."
نورستان دهېواد په ختیځ کې پروت غرنی ولایت دی چې د خپل طبیعي جوړښت له امله په درېیو برخو ویشل شوی چې دوو برخو ته يي په کونړ او یوې ته يي په لغمان کې سړک تللی چې کله هم په کونړ او کله هم په لغمان کې یاد ولایت ته پر غځېدلو لارو امنیتې ستونزې پیدا کېږي.
راپور: روح الله انوري