د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

ناټو له افغان حکومت سره مرستې په اصلاحاتو مشروطې کړې


ناټو یو وار بیا له افغانستان سره خپلې او د نړیوالې ټولنې مرستې په دغه هېواد کې د اساسي اصلاحاتو له عملي کېدو سره مشروطي و بللې.

د ناټو عمومي منشي یانس سټولټنبرګ د سې شنبې په ورځ په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره په ګډه خبري ناسته کې وویل چې په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې لپاره باید ګټور میکانیزمونه جوړ شي.

د ناټو عمومي منشي وایي، افغانستان له امنیتي پلوه په تر ټولو بد وضعیت کې دی او په وینا یې لا هم د دغه هېواد پر وړاندې ستونزې شته.

یانس سټولټنبرګ کابل ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د سې شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې ۲۰۱۵ میلادي کال له امنیتي اړخه سخت کال و خو په وینا یې افغان ځواکونه و توانیدل د خپل هېواد ساتنه وکړي.

د ناټو عمومي منشي په دغه ناسته کې له افغانستان سره د ناټو او نړیوالو د مرستې د دوام ډاډ ورکړ خو دا مرستې یې په پراخو اصلاحاتو مشروطې و بللې:

"تر ټولو مهم شی چې موږ غواړو ویې وینو هغه د اصلاحاتو تطبیق دی، دا اصلاحات نه یوازې د ناټو لپاره بلکې د افغانستان لپاره هم مهم دي، هر څومره چې اصلاحات ډېر وي او افغان حکومت له فساد سره زیاته مبارزه وکړي، دا به ما او نورو سیاسي مشرانو ته دا اسانه کړي چې د ناټو او نورو هېوادونو په پارلمانونو کې اړین سیاسي ملاتړ تر لاسه کړو."

نوموړي همدارنګه ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله ته د وارساه په غونډه کې چې د روان کال د جولای په میاشتې کې جوړېږي، د ګډون بلنه ورکړه.

ده د وارسا غونډه د افغانستان او ناټو تر منځ د اړیکو د لا ښه کېدو لپاره یو ښه فرصت و باله او ویې ویل چې په دغه ناسته کې به له افغان امنیتي ځواکونو سره نوې مرستې اعلان شي.

د ناټو عمومي منشي و ویل، دوی به د افغانستان په برخه کې انعطاف منونکي و اوسي او خپل ماموریت به د دغه هېواد حالاتو ته په کتو تنظیم کړي، خو په ټينګار سره یې وویل چې هر ډول ماموریت به یې غیر پوځي وي.

ناټو په داسي حال کې له افغانستان سره د اوږدمهاله مرستو ژمنه کوي چې ددغه هېواد په ځينو سیمو کې عملاً جګړه روانه ده.

په همدې حال کې ولسمشر اشرف غني وایي تېر میلادي کال د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د ازموینې کال و او په وینا یې د ناټو د پوځي ماموریت تر ختمېدو وروسته دغه ځواکونه د حکومت د پایښت او د اساسي قانون د ارښتونو په ساتنې کې بریالي و.

ولسمشر وویل چې اصلاحات د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او د حکومت له لورې یې په دې برخه کې د ژمنې پر موجودیت ټینګار وکړ:

"د فساد په هر شکل سره سرتاسري مبارزه کوو، په ځانګړې توګه د هغو سرتېرو او افسرانو چې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي، د هغوی غوښتنه تل دا ده چې بنسټونه مسلکي، شفاف، حساب ورکونکي او ژمن و اوسي، غواړو تاسو او د نړۍ ټول خلکو ته دا ډاډ ورکړو چې له اداري فساد سره به زموږ مبارزه به د تل لپاره وي."

ولسمشر غني وویل، دا چې افغانستان لا هم د ناټو لپاره لومړیتوب لري، دا په دې معنی ده چې دغه سازمان لا هم په افغانستان باور لري.

افغان حکومت په وار وار ویلي چې له اداري فساد سره جدي مبارزه کوي.

خو عمومي باور دا دی، تر هغو چې فساد کوونکي عدلي او قضایې ارګانونو ته و نه کاږل شي، دغه مبارزه به د پام وړ لاسته راوړنې و نه لري.

راپول: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG