د سې شنبې په ورځ په خوست کې د قومي مشرانو په هلو ځلو د دوو کورنیو تر منځ د۳۰ کلنۍ د ښمنۍ ټوپۍ چې د دواړو لورو شپږ کسان په کې وژل شوي و ړنګه او دا اوږده دښمني په دوستي بدله شوه.
د دوو کورنیو په منځ کې یاده دښمني د افغانستان د قومونو پیوستون شورا د یو شمېر مشرانو په کوښښونو او د پرلپسې جرګو مرکو په پایله کې ختمه شوه او د سې شنبې په ورځ د خوست د ټولو قومونو د استازو پر وړاندې دواړو کورنیو ددښمنۍ ټوپۍ ړنګه کړه او یو بل يې په غېږ کې ونیول.
د خوست د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکو د حاجي دمساز او حاجي اول خان کورنیو تر منځ یاده دښمني د ګډ سوداګریز کار وبار په وخت کې رامنځته شوې وه او د جرګه مارو په وینا په یاده موده کې شپږ تنه د دواړو کورنیو هغه د خبرې اوکار سړي وژل شوي او له دې سربېره دواړو لورو ته په کې ډېر زیات مادي تاوانونه هم رسېدلي و.
د افغانستان د قومونو د پیوستون شورا مشر او د حکومت د اجراييه رييس لوی سلاکار غازي نواز تڼي ازادي راډیو ته وویل چې د دې کورنیو روغې جوړې د نورو دښمنو د پای ته رسېدلو لپاره دروازه پرانیسته.
غازي نواز تڼي زیاته کړه:
"د دوی په منځ کې ډېرې ژورې حسابۍ وې، د دې حسابیو په وجه په دوی کې تقریباً شپږ کسان وژل شوي او څه تعداد هم زخمیان وو، هر وخت به دوی د یو بل د قتل کولو په انتظار وو، خوشبختانه د دوی دا دښمني په دوستي بدله شوه، په دې سره د هغو دښمنیو د خلاصولو لپاره چې متاسفانه په خوست کې شته، یوه دروازه خلاصه شوه."
د دې سولې یو تن منځګړي حکیم ولي تڼي د شوې روغې جوړې په اړه داسې وویل:
"مړه مو له مړو سره حساب کړل، یو تن زخمي وو، د هغې مو یونیم لک روپۍ ورکړې، یو مو پسه ورکړو، بس هغه څه حسابي يې چې په منځ کې وه هغه حسابي مو وکړه او د رواج په اساس مو توۍ پرې وبهولو او دوی مو سره وروڼه کړل."
د یو جانب مشر حاجي دمساز په دې اوږدې بدۍ کې د وژل شویو کسانو نومونه اخلي او وايي چې د قومونو د پیوستون شورا د مشرانو په منځګړتوب يې دښمني ختمه شوه:
"زموږ د جانب نه زنځیرګل، بادشاه زار ګل او مدد رازخان او مقابل جانب نه یو وزیر، یو شیرمحمد او اصیل خان دا د بل جانب نه وو، د قومونو پیوستون شورا زموږ په منځ کې هلې ځلې وکړې او زموږ تر منځ اوس مشکل حل شول."
د بل جانب مشر حاجي اول خان هم په روغه جوړه خوښي څرګنده کړه او له هغه کسانو چې تر اوسه يې په منځو کې دښمنۍ شته وغوښتل چې دښمنۍ او مخالفتونه دې ختم کړي.
یاده دې وي، له پخوا نه د پولې په دواړو غاړو کې د دښتو، غرونو او نورو مسایلو پر سر د خلکو، کلیو او قومونو تر منځ یو شمېر خپلمنځي دښمنۍ موجودې دي چې د کتونکو په وینا دا دښمنۍ او مخالفتونه ډېر کله د ناکراریو لامل هم شوي، خو تر اوسه د افغان حکومت له لوري د دې ټولنیزې او اوږدې ستونزې د اساسي حل لپاره د پام وړ اقدامات نه دي ترسره شوي.
راپور: نجیب الله الوخېل