تازه خبر
چهارشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۴۱

ناروغه مېرمن صدرۍ د اغلې ابراهیمي په هڅو کابل ته راانتقال شوه

مېرمن صدرې
مېرمن صدرې

په ولسي جرګه کې د بدخشان د استازې نیلوفر ابراهیمي او عامې روغتیا وزارت په هڅو هغه ناروغه مېرمن له کونړه د درملنې په هدف کابل ته راانتقال شوه چې د بې وزلۍ له امله بې علاجه پاته وه.

دغه مېرمن صدرۍ نومېږي او د لومړي ځل لپاره ازادي راډيو د نوموړې د ناوړه روغتیایي وضعیت او بې وزلۍ په اړه یو وېډیویي راپور خپور کړ.

صدرۍ اوس په جمهوريت روغتون کې بستر ده، خو معالج ډاکټران یې وایي چې د هېواد دننه یې درملنه ناممکنه ده.

صدرۍ هغه مېرمن ده چې په سر کې ناسور ټپ ته ورته دانې یې ژوند تریخ کړی، خو د بې وزلۍ درد د ناروغۍ درد ترې هېر کړی دی.

صدرۍ د خاص کونړ اوسېدونکې ده او وایي، له پنځو کلونو راهیسې په دې رنځ اخته ده، خو د بې وزلۍ له امله یې د درملنې وس نه ده پيدا کړی.

کله چې د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناست ازادي راډيو د لومړي ځل لپاره د دغې مېرمنې له ناوړه روغتیایي او اقتصادي وضعیته پرده پورته کړه، نو نوموړې ته د یو شمېر زړه سواندو پام ورواښت.

په ولسي جرګه کې د بدخشات استازي نیلوفر ابراهیمي وایي، کله یې چې د ازادي راډیو په ویب پاڼه کې د صدرۍ له درده ډکه کیسه واورېده، نو خپل مسئولیت یې وګاڼه چې کابل ته یې د درملنې لپاره راولي.

په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې نیلوفر ابراهیمي
په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې نیلوفر ابراهیمي

مېرمن ابراهیمي زیاته کړه:

"ما د ازادي راډيو په فېس بوک کې دغه مرکه واورېده او په یوې لیرې پرتې سیمه کې د دغې مېرمنې د مظلومیت له کیسې خبره شوم، ما د مسئولیت په احساس سره دغه موضوع عامې روغتیا وزارت سره شریکه کړه، ما ځکه دغه موضوع تعقیب کړه چې د خلکو استازې یم او بل دا چې خپله ډاکتره او یوه مېرمن یم، له ازادي راډیو نه مننه چې د دغو مظلومو مېرمنو نمونه یې پیدا کړه، زه ډاډه یم چې تاسو به هم په ډېرې ستونزې سره دا مېرمن پیدا کړي وي."

د مارچ اتمه او د یوې مور له درده ډک داستان

No media source currently available

ازادي راډیو له دې وړاندې په بغلان ولایت کې د شکیلا په نوم د هغې مېرمنې غږ هم پورته کړی و چې خاوند یې په چره یي ټوپک پر مخ ویشتلې وه.

شکیلا د ۱۳۹۲ کال د جدي په میاشت کې په کابل کې له یوې میاشتنۍ درملنې وروسته هند ته انتقال شوه.

بغلان ولایت کې د شکیلا په نوم هغه مېرمنه چې خاوند یې په چره یي ټوپک پر مخ ویشتلې وه.
بغلان ولایت کې د شکیلا په نوم هغه مېرمنه چې خاوند یې په چره یي ټوپک پر مخ ویشتلې وه.

په جمهوریت روغتون کې درملنې په بستر پرته میرمن صدرې وایي، وضعیت یې ډیر خراب دی او سم خوراک هم نه شي کولای.

مېرمن صدری زیاته کړه:

"هغه بله ورځ یې راته پټۍ کړې ده، نن یې دویمه ورځ ده، ډوډۍ مې نه تیریږي، سخت شی نه شم خوړلی، ازادي راډيو نه دومره کومک ماسره وشو چې دلته راورسیدلم."

د صدري معالج ډاکټران وایي چې د نوموړې ټپ ډېر ژور دی او د راډيو تراپي او پلاستیک سرجرۍ لپاره باید له هېواده بهر ولېږدول شي.

په همدې حال کې د جمهوريت روغتون ډاکټران وایي چې د ولسمشر مېرمن دا هوډ کړی چې په سرطاني او نورو ناروغیو د اخته مېرمنو ژوند ورته مهم دی او د درملنې لپاره به یې بهر هم ولېږي.

راپور: اسدالله لودین

​
XS
SM
MD
LG