د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې د ۱۳۹۴ کال د پيل نه تر دې دمه يې په بېلابېلو جرمنو ککړ ۳۰۸ تنه نيولي او قضايي ارګانونو ته یې معرفي کړي دي.
د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ ازادي راډيو ته وويل چې نيول شوي مجرمين په خپل وخت د امنيې قومندانۍ له لوري عدليي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د ده په خبره، په دغو کسانو کې د غلا، سړي تښتوونې، ځمکو غصب او نورو تورونو په تور نيول شوي کسان شامل وو:
"تر دې دمه پورې چې دا کال هم په ختمېدو دی، ۳۰۸ مجرمين مو نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته مو معرفي کړي دي، که دا د قاچاق په تور دي، د قتل،غلا، اختطاف، سرقت او نورو په اړه مو ټول معرفي کړي او د ځمکو د غصب په تور ۵۶ تنه سپارل شوي دي."
ځدراڼ وايي، د دوی کشفي ارګانونه او اداره د تېر په پرتله ورځ تربلې د جنايي مجرمينو په کشف، تعقيب او نيونه کې ښه شوې او د ډېرو لويو پېښو مخه يې ډب کړې.
دی دا هم وايي، دغه ۳۰۸ کسان هغه څوک وو چې دوی لاس په لاس او يا هم ځينو هغو اسنادونو سره نيولي چې د جرم مرتکب شوي او يا پرې ثابت شوي چې دوی په جرم کې لاس لرلی دی:
"پوليس په عملياتو کې لس شل نفره راولي او دا چاڼ کوي، غلبېل کوي يې او هغه نور خوشې کوي، دا نيول شوي کسان هغه دي چې په جرمنو ککړ و او عدليه ارګانونو ته معرفي شوي دي."
نوموړي ونه ویل چې د مجرمينو په اړه د قضايي او عدليي ارګانونو له پرېکړو څخه راضي دی که نه، خو په پکتيا کې د ځينو کشفي ادارو مسول کسان د نوم نه ښودلو په شرط دومره وايي چې د عدليي او قضايي ارګانونو له لوري د دوی لاسته راوړنو ته نه کتل کېږي.
د دوی په وينا کوم خلک چې دوی لاس په لاس د غلا، سړي تښتونې، قاچاق او په نورو تورونو په کومو سيمو کې نيولي، ځينې کسان يې په بيا، بيا په هغو ځايونو کې په هماغو جرمنو نيول شوي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي، خو د معلوماتو پر اساس يې د بډو ورکولو په زور بيا، بيا پرته له کوم قيده خوشي شوي دي.
ازادي راډيو په پرلپسې ډول هڅه وکړه چې د پکتيا د عدليي او قضايي ارګانونو څخه د دغو مجرمينو د دوسيو او سرنوشت په اړه منفي يا مثبت ځواب ترلاسه کړي، خو د یادو ادارو رهبري وايي چې مرکزي ادارې په دوی د خبرو بنديز لګولی او رسنيو ته هېڅ ډول معلومات نه شي ورکولای.
د پکتيا ولايتي شورا وکيلان، مدني فعالان ټول دا خبره کوي چې په پکتيا کې اکثريت نيول شوي مجرمين، د پيسو او فشارونو په زور خلاص شوي او لا هم خلاصېږي، د پکتيا ولايتي شورا ریيس عبدالروف خان ځدراڼ:
"په خاص ډول په پکتيا کې چې د امنيتي ادارو له لوري کوم مجرمين ونيول شي، هغه بيا بېرته د عدلي ارګانونو له لوري د بډو اخيستو په مقابل کې خوشې کېږي، متاسفانه بايد ووايم، چې په دې وکيلان هم لاس لري او هغوی هم خلک خوشې کوي يا د فشارونو له امله او يا هم د پيسو په زور ډېر کسان خوشې کوي او بايد مخه يې ونيول شي او د عدلي ارګانونو تصفيه بايد وشي او دغه مجرمين بيا، بيا خوشې نه شي."
دی دا هم وايي چې که چېرته د دغو مجرمينو د دوسيو په اړه د قيقه څېړنه وشي، نو معلومه به شي، چې يو مجرم په وارونو، وارونو د پوليسو له لوري لاس په لاس له اسنادو سره نيول شوی خو عدلي ارګانونو پرته له قيد او بنده خوشې کړی.
په روان کال کې ۳۰۸ مجرمين د امنيه قومندانۍ له لوري عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي، خو د چارو د کتونکو په خبره چې په جرمنو ککړ خلک لا هم د وکيلانو، زورواکانو او پيسو په زور په ښکاره ډول په ښار کې ګرځي.
راپور: داود تپان