د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۰۶

جان کري له خپلو اروپایي سیالانو سره د سوریې پر سولې غږیږي


د امریکا د بهرنیو چارووزیرله خپلو اروپایي سیالانو سره د سوریې د سولې د پروسې په اړه خبرې کوي.

ټاکل شوې ده چې سبا ته د سویس په جینیوا ښار کې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم او د هغه د وسله والو مخالفینو د استازېو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري به نن په پاریس کې د فرانسې، بریتانیا، ایتالیا او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو او د هم د اروپا د بهرني سیاست له مشرې سره وګوري.

د دوی د خبرو د اجنډا په سر کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د سولې غیر مستقیمې خبرې ځای لري چې ټاکل شوې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم او د سوریې د اپوزیسیون ډلو د استازېو ترمنځ سبا ته په جینوا کې پیل شي.

د دغو خبرو هدف د هغه نازک اوربند پياوړی کول دي چې د سوریې د حکومتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ ټینګ شوی دی.

د القاعده او د اسلامي دولت ډلې یا داعش سخت دریځي وسله وال په دغه اوربند کې نه دي شامل او نه به هم د جینیوا په خبرو کې ګډون وکړي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازي سټیفن ډي میسټورا ویلي چې د جینیوا خبرې به لس ورځو زیات دوام ونه کړي.

روسیې له ډي میسټورا غوښتي چې د جینیوا د سولې په خبرو کې د سوریې کُردان هم شامل کړي.

ډي میسټورا سویسي لي ټیمس ورځپاڼې ته ویلي چې که څه هم د سوريې کُردان په دې خبرو کې ګډون نه کوي خو دوی ته فرصت ورکول کیږي چې خپل نظر څرګند کړي.

د سولې په دغو خبرو کې به په سوریه کې د نوي حکومت او نوي اساسي قانون د جوړولو او د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې په اتلسو میاشتو کې د جمهوري ریاست او پارلماني انتخاباتو د ترسره کیدو پر موضوعاتو خبرې وشي.

د سوریې د اپوزیسیون ډلو، د سعودي عربستان ملاتړې د خبرو عالي کمېټې ویلي چې د جینوا په خبرو کې ګډون کوي او پر یوه انتقالي حکومت به چې بشپړ اجرایي واک ولري او اسد یا د هغه نژدې همکاران هم په کې شامل نه وي، ټینګار وکړي.

د اپوزیسیون ستر مرکچي محمد علوش د شنبې په ورځ په جینوا کې وویل چې انتقالي پروسه باید له قدرته د اسد په لېرې کیدو یا د هغه په مړينې سره پیل شي.

هغه وویل، انتقالي حکومت له اوسني رژیم یا دا چې مشر یې بیا هم په قدرت کې وي، کار نه شي پیلولای.

خو د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم د شنبې په ورځ وویل چې له قدرته د اسد د لېرې کیدو لپاره د اپوزیسیون غوښتنه د دوی لپاره سره کرښه ده او ښایي هغه د دی سبب شي چې د جینوا غیر مستقیمې خبرې پای ته ورسیږي.

هغه پرون اعلان وکړچې د اسد د رژیم استازي به په دغو خبرو ګډون وکړي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر وویل، موږ به له هرهغه چاسره چې غواړي د جمهوري ریاست پر سر بحث وکړ، خبرې ونه کړو، بشارالاسد سره کرښه ده.

که دوی پر دې غوښتنې ټینګار کوي، هیڅ دلیل نشته چې د جینوا په خبرو کې دې برخه واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري په پاریس کې له نننیو خبرو مخکې د سعودي عربستان له پاچا سلمان بن عبدالعزیز، ولیعهد شاهزاده محمد بن ناییف او د سعودي له لوړپوړو وزیرانو سره خبرې وکړې.

تمه ده چې د پاریس په نننیو خبرو کې د کډوالو پر ستونزو چې اروپا ورسره مخامخ ده، هم خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG