د خوست د کرنې او مالداری ریاست چارواکي وايي، په نوي لمریز کال کې به چې څو ورځې وروسته پیلیږي، د مالداری، بڼوالی او کارډېف له ملي برنامو سربیره په یاد ولایت کې څلور نورې مهمې پروژې پلي شي.
د یکشنبې پر ورځ د خوست د کرنې او مالداری رييس نیازمحمد لعلي ځدراڼ مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په یادو پروژو خواوشا ۱۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او کارونه به يې د یو کال په موده کې بشپړ شي.
نیاز محمد لعلی ځدراڼ وايي، په دې پروژو کې د علیوات سربند چې خواوشا درې زره جریبه ځمکه به ورڅخه خړوبه شي، د میلمه کوټ باغ رغونه، د زراعت د پخوانیو لویو ګدامونو اساسي ترمیم او د میلمه کوټ په باغ کې د یو تحقیقي فارم جوړول دي.
د خوست د کرنې رييس زیاتوي:
"د علیوات په نوم یو سربند دی چې له هغه څخه دوه ویالې اوبه اخلي او په حدود درې زره جریبه ځمکه ورڅخه خړوبیږي، دا ښه موقع ده او دا به د حاصلاتو په ډېروالي کې ډېر مهم رول ولري، د میلمه کوټ باغ چې د ډګر جنرال فیض محمد خان له خوا جوړ شوی وو د هغې چاردیوالي او تعمیر به ورغوو، قریې به پکې جوړې کړو د زراعت لپاره به تحقیقاتي او ریسرج لپاره یو فارم وي موږه اماده کړو."
نیازمحمد لعلی ځدراڼ د دریمې پروژې ځانګړنې داسې وښودې:
"دریمه برخه د ریاست ګدامونه دي چې په تېرو دریو لسیزو جګړو کې له منځه تللي وو، د ګدامونو ته ډېره اړتیا ده، حتی له موږ څخه به اصلاح شوي تخمونه خرابیدل، د دغو د ترمیم پروژه ده."
ښاغلی لعلی ځدراڼ وړاندې وايي څلورمه پروژه د سرسبزي په نوم ده چې له یوې خوا ځوانانو ته پکې روزانه کار پیدا کیږي او بل میلمه کوټ باغ چې اوس يې وحشي حالت بڼه خپله کړی نو چاپیریال به يې اصلاح شي.
لعلي ځدراڼ وړاندې وویل:
"د دې نه علاوه موږ به د میلمه کوټ په باغ کې لس جریبه قوریه جوړوو چې په عین حال کې تحقیقي فارم هم ده په راتلونکو دوه یا دریو کالونو کې به له هغې نه پوره استفاده وشي، د هغې نه علاوه سړکونه، ګلدانونه او ودانۍ يې هم رغوو."
د خوست د کرنې اومالداری رييس وايي چې په نوي لمریز کال کې د مالدارۍ او بڼوالی همدارنګه کارډېف هغه پلي کیدونکې ملي برنامې دي چې څو کاله به دوام پیدا کړي او پدې برخه کې به د میلیونونو ډالرو پروژې په خوست کې پلي شي، خو لدې سربیره هم په یو شمېر نورو برخو کې د پروژو لپاره اړوند وزارت خوست ته بودجه بېله کړې ده.
نجیب الله الوخېل