تازه خبر
یکشنبه ۱ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۲

قهرمان: پاکستان په هلمند کې وسله وال د جنګ دوام ته هڅوي

په هلمند کې اوپراتيفي مسوول وايي، پاکستان- سخت دريځې وسله وال په دې ولايت کې د جنګ دوام ته هڅوي.

عبدالجبار قهرمان ازادي راډيو ته وويل چې د پاکستان دا هڅې به کومه نتيجه ورنه کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په هلمند کې ناامني زياته شوې او پاکستاني چارواکي تل وايي، د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه ده.

په هلمند کې يو عالي رتبه پوځي چارواکى وايي، له کرښې هاغاړې پر سخت دريځو وسله والو فشار دى، چې په افغانستان بيا په ځانګړي ډول هلمند کې جګړې ته ادامه ورکړي.

په هلمند کې اوپراتيفي مشر عبدالجبار قهرمان د ټليفون له لارې ازادي راډيو ته وويل چې پاکستان په دې ډول غواړي نړۍ ته دا وښيي چې دوى پر وسله والو کنټرول نه لري:

"ګاونډى هېواد پاکستان هم زياتې هڅې کوي، پر مخالفانو يې فشار راوستلى چې حتماً به جګړې ته دوام ورکوئ، په هلمند کې به پر ځينو سيمو کنټرول پيدا کوئ، څو موږ دا پلمه ولرو چې دا هرڅه په افغانستان کې اجرا کېږي او موږ په کې لاسرسى نه لرو."

قهرمان وويل چې د پاکستان له دومره فشارونو سره- سره دولت ضد وسله وال يوه کمزورې جګړه پرمخ بيايي. ده وويل چې دغه هڅې ګټورې نه دي او افغانان سولې ته تږي دي.

په بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز دوولس ورځې مخکې په واشنګټن کې تاييد کړه چې اسلام اباد تر يوه حده پر طالبانو نفوذ لري، ځکه د دوى مشرتابه له خپلو کورنيو سره په پاکستان کې دي.

تېره اوونۍ يوه ډله وسله والو د هلمند د ګريشک ولسوالۍ پر ځينو دولتي تاسيساتو بريد وکړ، دغې حملې ٤٨ ساعته دوام وکړ، په نتيجه کې يې بريدکوونکي او پنځه افغان پوځيان ووژل شول.

د هلمند له سنګين، نادعلي او نورو ولسواليو هم د ناامنيو راپورونه ورکول کېږي.

په هلمند کې اوپراتيفي مشر عبدالجبار قهرمان وايي، په دغه ولايت کې لوى ګواښ د ګاونډيو هېوادونو لکه پاکستان او ايران لاسوهنې دي.

پاکستان د چين او امريکا تر څنګ د سولې د مذاکرو د همږغۍ د څلوراړخيزې ډلې غړى دى.

دغې ډلې په کابل او اسلام اباد کې څلور وارې د سولې د مستقيمو مذاکرو پر امکاناتو خبرې کړې دي. په هغو خبرو کې وسله والو طالبانو ګډون نه درلود.

د پنځمې غونډې په درشل کې د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ د طالبانو ډلې په يوه اعلاميه کې وويل چې دوى په اسلام اباد کې په کېدونکې پنځمه غونډه کې برخه نه اخلي.

قهرمان وويل، د افغانستان جګړه نظامي حل لار نه لري او يوازنۍ لار مذاکرې دي.

د ده په خبره په هلمند کې هم د سولې هڅې روانې دي او يو ښه دوبى په مخکې دى.

​
XS
SM
MD
LG