تازه خبر
چهارشنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۵

کابل: ٩٠٠٠ کسانو د کانکور ازموينه ورکړه

په کابل کې د دولسمو ټولګیو له فارغینو د کانکور د وروستي پړاو ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو وزارت وايي، د کابل له ازموینې وروسته د کانکور ازموینه په افغانستان کې بشپړه شوه.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په سږنې کانکورکې نږدې دوه لکه کسانو ګډون کړی چې له دې شمېرې به یې یوازې شاوخوا یو لک او شل زره کسان په لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو کې جذب شي.

سږکال په ټول افغانستان کې شاوخوا یولک او پنځه نويي زره کسانو د کانکور په ازموینه کې کډون کړی چې د وروستي پړاوو ازموینه یې د شنبې په ورځ په کابل کې واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي، د کانکور ازموینه په ۳۳ ولایتونو کې بشپړه شوې او یوازې د کابل حوزه پاتې وه چې دلته هم له نږدې نهه زره کسانو ازموینه واخیستل شوه.

د دغه وزارت د نشراتو امراخترمحمد عبیر وايي، د سږني کانکور پروسه د نورو کلونو په پرتله ډېره شفافه وه.

ښاغلي عبیر د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د سږني کانکورله ګډون کوونکو څخه به اته پنځوس زره دوه لس کسه د هېواد په دولتي پوهنتونو او شپیته زره به یې په نیمو لوړو زده کړو بنسټونو کې جذب شي:

"تردی دمه یو سلو پنځه پنځوس زره شپږ سوه پنځه ویشت کسانو د افغانستان د درې دیرشو ولایتونو په اوه دیرشو حوزو کې ازموینۍ ورکړي دی، دا ازموینه په شفاف ډول ترسره شوه، لکه څرنګه چې تاسې خبر یاست، هغه تیاریانی چې سږکال نیول شوې وې، وه یې کولای شول چې ازمونه بې له دې چې کومه ستونزه په کې رامنځته شي په شفاف ډول ترسره شوه."

له دې وړاندې د کانکور په پروسې انتقادونه موجود و او په تیرو څو کلونو کې څو ځله د یو شمېر ولایتونو د کانکور ازموینې له سره اخیستل شوي دي.

په ورته وخت کې له دولسمو ټولیګو یو شمېر فارغ شوي کسان له سږني کانکور ازموینې څخه خوښ دي .

دوي وايي، سږنې پروسه د پخوانیو هغو په پرتله شفافه وه او هیله لري چې د خپلې خوښې وړ پوهنځیو ته کامیابه شي:

"نوم مې عزیزالرحمان دی، زما په فکر، سږکال لکه څه ډول چې راپورونه خپاره شوي دي، دا پروسه به ډیره شفافه وي، نو زموږهیله هم دا ده چې دا پروسه شفافه تر سره شي،ترڅو هر محصل د خپل خوښي پوهنځي ته لاره پیدا کړي."

"زما نوم سبحان الله زما په اند، د کانکور د شفافیت په اړه چې په کوم ډول په رسنیو کې ویل شوي دي، انشاالله زه ډیر هیله مند یم چې د خپلی خوښي پوهنځی ته به لاره پیدا کړم."

که څه هم کال په کال د کانکور ازموینې د ګډونوالو شمېر زیاتیږي، خو په کوردننه موجوده بې کارۍ ډیرځوانان اندیښمن کړي او اکثرو له همدې امله غیرقانوني سفرونو ته ملاتړلې ده.

ځوانان او په تیره بیا له پوهنتونونو څخه فارغه شوي کسان له حکومته غواړي چې په هیواد کې د تحصلي زمینو ترڅنګ کاري زمینې هم برابرې کړي.

محمد حدیث پردېس

​
XS
SM
MD
LG