تازه خبر
دوشنبه ۲ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۲

فرهاد: بېځایه شویو کورنیو ته د مرستې رسولو هڅې پيل شوي

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، هڅه کوي هغه کورنیو ته بېړنۍ مرستې ورسوي چې د شینډنډ په ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو سیالو ډلو تر منځ د سختې جګړې له کبله له خپلو کورونو د ولسوالۍ مرکز ته کډه شوي دي.

په هرات کې چارواکي وايي، د شینډنډ د ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د طالبانو تر منځ د وروستیو سختو خپلمنځي جګړو له کبله ګڼې کورنۍ د ولسوالۍ مرکز ته کډه شوې دي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، د جمعې په ورځ د کډوالو د ستونزو د لومړنیو ارزونو لپاره شینډنډ ولسوالۍ ته د سروې ډلې استول شوې دي.

د ښاغلي فرهاد په وینا د هرات والي د جمعې په ورځ له کورنیو او بهرنیو ادارو سره اړیکې نیولې او هڅه کوي چې په شینډنډ کې د بې ځایه شویو کډوالو لپاره لومړنۍ مرستې له شتو دولتي امکاناتو برابرې کړي:

"د هرات والي د جمعې ورځ په دې اړه چې په شینډنډ کې له بې ځایه شویو کډوالو سره څنګه مرسته وشي یو لړ غونډې لرلې، د سروې د ټیمونو له لومړنیو معلوماتو وروسته به له شتو دولتي او غیر دولتي امکاناتو کار واخیستل شي څو په شینډنډ کې د بې ځایو شویو کورنیو بېړنۍ اړتیاوې پوره کړی شي."

د هرات د والي ویاند همدارنګه وویل چې افغان ګډو ځواکونو د تېرې شپې راهیسې په شینډنډ کې عملیات کړي چې د نوموړي په وینا په ترڅ کې یې د فارسي ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال چې د شینډنډ عزیزاباد ته تللی و د پنځو ملګرو سره وژل شوی دی.

نوموړي همدارنګه وویل چې امنیتي ځواکونو په شینډنډ کې نور عملیات هم کړي چې په مجموعي توګه یې په ترڅ کې د جمعې د شپې راهیسې د جمعې د ورځې تر پای پورې ۲۲ وسله وال مړه او ټپیان شوي دي.

که څه هم د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي اوس په سیمه کې جګړه پای ته رسېدلی خو د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو څخه د جلا شوې ډلې یوه لوړ پوړي غړي ملا عبدالمنان نیازي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې ددوی ملاتړي لا هم په ځینو سیمو کې له خپلو مخالفو وسله والو سره په جګړه کې ښکېل دي.

ښاغلي نیازي وویل چې سیال لورې یې پرې د هغو ځواکونو په مرسته برید کړی چې دده په وینا د هلمند له بهرامچې څخه افغانستان ته داخل شوې دي.

عبدالمنان نیازي همدارنګه ادعا وکړه چې د دوی خلاف جنګېدونکي وسله وال تر ډېره مخ پټي پنجابیان دي چې دده په وینا د هلکوپټرو په وسیله بهرامچې ته انتقال شوي وو.

د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو ددې ډلې په استازیتوب ملا عبدالمنان نیازي دا ادعا هم وکړه چې د ملا اختر محمد منصور په پلوۍ جنګېدونکو وسله والو په سیمه کې له ځايي خلکو سره زورزیاتی کړی.

نیازي که څه هم ومنله چې ځینې سیمې ترې سیالو وسله والو لاندې کړي خو ټینګار یې وکړ چې د سیال لورې څخه یې په دې څلور ورځنیو جګړو تر۱۰۰ زیات کسان وژلي دي.

نوموړي خپل لورې ته د۳۰ کسانو مرګ ژوبله تایید کړه.

د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ د طالبانو ډلې تر اوسه ددې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

دا ډله ډېر کله د طالبانو تر منځ د خپل منځي جګړو راپورونه کم اهمیته او مازې تبلیغات بولي او دا نه مني چې ګوندې له خپلو ملګرو سره دې په خپل منځي اخ و ډب کې ښکېل وي.

​
XS
SM
MD
LG