د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۰:۰۷

کندهار: د پولیسو د شکنجې خپره شوې ویډیو۲ کاله مخې ثبت شوې


د کندهار امنیتي چارواکي وايي، په ټولنیزو رسنیو کې د پولیسو د شکنجې خپره شوې ویډيو دوه کاله مخکي ثبت شوې او په پېښه کې تورن پولیس تر پېښې وروسته نیول شوي او قانوني سزا ور کړل شوې.

دغه ویډيو چې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې لیدل کېږي چې یو کس د پولیسو تر بېلا بېلو سختو شکنجو لاندې دي.

د تورن کس لاسونه او پښې تړل شوي لومړی د پولیسو په موټر پسي تړل کېږي وروسته سخت وهل کېږي.

که څه هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د کندهار امنیتي چارواکو ته یې د دغه پېښې د پلټنې او په پېښه کې د ښکېلو پولیسو د نیول کېدو امر کړئ، خو د کندهار د پولیسو ویاند وايي چې دغه پېښه دوه کاله مخکي په میوند ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې او په پېښه کې تورن پولیس تر پېښې سمدستي وروسته نیول شوي.

د کندهار د پولیسو ویاند ضیا درانی ازادي راډیو ته وویل، دغه کس چې پولیسو شکنجه ور کړې د پولیسو یوې پوستې ته يي نېږدې ماینونه ښخول چې د پولیسو له خوا لاس په لاس ونیول شو.

ښاغلي دراني زیاته کړه:

"دی د سیمې اوسېدونکی نه وو، دی یو ماین ښخونکی وو، پولیسو باید داسې تحقیقات نه وای کړی، دایې سرغړونه کړې ده، دا کسان پر خپل وخت له نن څخه دوه کاله وړاندې په خپل سزا رسېدلي دي، کله چې دا کار یا عمل شوی دی مخکې له دې چې څوک زموږ څخه غوښتنه وکړي یا په دې اړه معلومات تر لاسه کړي دوه کاله وړاندې دا موضوع هلته فیصله او پرېکړه شوې ده او هغه دوه عسکر چې دا عمل یې تر سره کړی دی او په خپل سر یې د یو شخص هغه که مجرم هم وي بې حرمتي کړې ده باید داسې عمل دوی نه وای تر سره کړی، هغه کسان په هغه وخت کې نیول شوي، څېرنې تکمیل شوي اوس تر حبس لاندې دي."

په کندهار کې تر دې مخکې هم پر پولیسو تورونه لګول شوي وو چې د قضايي ادارو د فیصلو پرته تورونو کسانو ته شکنجې ورکوي.

XS
SM
MD
LG