د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له سکاټلنډ سره د لوبې پر مهال
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له سکاټلنډ سره د لوبې پر مهال

د افغانستان او هانګ کانګ د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ لوبه

نن ماښام د کابل پر وخت ۰۶:۳۰ دقیقې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د هانګ د کرکټ له ملي لوبډلې سره لوبه کوي، دغه لوبه د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوهمه لوبه ده.

۱۹،۵ اوورونه ۱۱۵ منډې

د هانګ کانګ اینینګز پوره شول. په ۲۰ اوورونو کې یې ۱۱۶ منډې وکړې، ۶ لوبغاړي ېې وسوځېدل.

اټکل کیږي دا به د افغان لوبغاړو لپاره یو آسانه هدف وي.

هانګ کانګ د هند په ناګپور کې په شل اورونو کې ۱۱۶ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې ۱۱۷ مندې هدف وټاکه.
د دې لوبې په پيل کې د هانګ کانګ د سر دواړو لوبغاړو ډیره ښه لوبه پيل کړه او تر پنځه اعشاریه څلور اوور کې یې لومړی لوبغاړی وسوځید. په دې وخت کې هانګ کانګ ۴۰ رنزه لرل. د هانګ کانګ دوه ملوبغاړی د پنځم اوور په اخر کې وسوځید او تر دې وروسته د افغانستان ورو توپ اچوونکو د هانګ کانګ د منډو مخه ورو کړه.
د افغانستان د باولرانو له لورې تر تولو ښه باولنګ محمد نبي وکړ چې د مخالف ټیم ۴ لوبغاړي یې وسوځول. راشد خان هم د تل په څير ښه باولنګ وکړ او یو ویکټ یې واخیست.
دولت ځدارڼ چې په پیل کې هانګ کانګي لوبغاړي ډیرې منډې پرې جوړې کړې وي په خپلو دوو وروستیو اورونو کې لږ منډې ورکړې او په څلور اورونو کې یې ۲۴ منډې له لاسه ورکړې خو ویکټ یې وانخیست.
حمید حسن چې وروسته له ډیر وخته په رسمي نړیواله لوبه کې له افغان لوبډلې سره لوبیده په څلورو اورونو کې یې یوازې ۱۷ منډې ورکړې.

۱۱۶ منډې په روان شل اووریز نړیوال جام کې تر ټولو ټیټ ټارګیټ دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG