د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۸
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له سکاټلنډ سره د لوبې پر مهال
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له سکاټلنډ سره د لوبې پر مهال

د افغانستان او هانګ کانګ د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ لوبه

نن ماښام د کابل پر وخت ۰۶:۳۰ دقیقې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د هانګ د کرکټ له ملي لوبډلې سره لوبه کوي، دغه لوبه د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوهمه لوبه ده.

د هانګ کانګ په باولرانو کې ندیم احمد ورو توپ اچونکی دی. ده په ۳۱ شل اوروه لوبو کې ۳۴ ویکټې اخیستې دي.
د هانګ باولر حسیب امجد تیز توپ اچوي ده په ۳۱ نړیوالو لوبو کې ۴۱ ویکټې اخیستې دي
عزیز خان هم تیز توپ اچوي ده په ۳۷ شل اوره نړیوالو لوبو کې ۳۷ ویکټې اخیستې دي.
د هانګ نور باولران ال رونډران دي.
افغان بیټسمینانو ته پکار دي چې د ندیم احمد له باولنګ سره احتیاط وکړي ځکه چې دی ورو توپ اچوي او خطرناکه باولر دی، میدان هم ورو توپ ته جوړ دی.

افغانستان په شلو اوورونو کې باید ۱۱۷ منډې وکړي. د اړتیا وړ رن ریټ ۵،۸۵

شهزاد او نورعلي ځدراڼ د افغانستان پیلوونکي یا اوپنران دي.

شهزاد محمدي بېټېګ کوي او د دې هیله شته چې وکولای شي ډېر امتیازونه ترلاسه کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG