د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

مسعود: وسله والو مخالفینو په دولتي ادارو کې نفوذ کړی


د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر فوق العاده استازی احمد ضیا مسعود وایي، وسله والو مخالفینو په منظم ډول د افغانستان په بېلابېلو ادارو کې نفوذ کړی دی.

ښاغلي مسعود نن د کندز د پخواني امنیې قومندان عبدالرحمان سید خیلي د پنځم تلین په مناسبت مراسمو کې وویل، د همدې نفوذ نتیجه ده چې کله ناکله مخالفین په آسانه خپل هدف ته ځان رسولی شي.

په دولتي ادارو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ خبره په داسې حال کې کیږي چې په یو شمېر ولایتونو کې ناامنۍ زیاتې شوي او ۲۰۱۶ کال هم له امنیتي پلوه ستونزمن اټکل شوی دی.

د افغانستان په دولتي ادارو کې له دې وړاندې د طالبانو د پلویانو د موجودیت او دغه راز د پنځم ستون یادونه کیدله، خو د لومړي ځل لپاره یوه لوړ پوړي افغان چارواکي په دغو ادارو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ خبره هم تائید کړه.

د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر فوق العاده استازی احمد ضیا مسعود وایي، په کابل کې د طالبانو شبکې په نیمه رسمي بڼه فعالیت کوي او ان تردې چې په ښونځیو او نورو مرکزونو کې ځانته جلب او جذب هم کوي.

ښاغلي مسعود د پنجشنبې په ورځ، د کندز د پخواني امنیې قومندان عبدالرحمان سیدخیلي د پنځم تلین په مراسمو کې، په بېلابېلو ادارو کې د وسله والو مخالفینو نفوذ د اندیښنې وړ وباله.

ښاغلي مسعود زیاته کړه:

"واقعاً چې وسله وال مخالفین توانیدلي چې زموږ د هېواد په ښارونو، ولسوالیو او دولتي ادارو کې نفوذ وکړي، دغه نفوذ ته داسې زمینه برابره شوې چې ان په امنیتي او ملکي ارګانونو کې هم مخالفین نفوذ لري، دوی په ټولو ټولنیزو شبکو کې هم نفوذ کړی دی."

له دې وړاندې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ویلي چې د حکومت دننه یو شمېر چارواکي د طالبانو په ګټه فعالیت کوي او حکومت هڅه کوي چې دغه ډول څيرې له خپل چوکاټه لرې کړي.

په دولتي ادارو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ خبره په داسې حال کې کیږي چې په تېر یوه کال کې امنیتي پېښې زیاتې وې او ان طالبان وتوانیدل چې د ۱۷ ورځو لپاره کندز ښار هم سقوط کړي.

که څه هم حکومت هڅه کوي چې د پاکستان په همکارۍ د سولې پروسه بریالۍ او په هېواد کې روان امنیتي وضعیت ته مثبت بدلون ورکړي، خو د چارو یو شمېر څیړونکي وایي، سوله او امنیت د پاکستان په همکارۍ نه راوستل کیږي.

د کورنیو چارو پخواني وزیر او په پاکستان کې پخواني افغان سفیر عمرداودزي د عبدالرحمان سید خیلي د پنځم تلین په مراسمو کې وویل، اوسنی حکومت د پاکستان په ژمنو غولیدلی دی.

ښاغلي داودزي زیاته کړه:

"پاکستان پرون ناروغ نه و چې نن دې ښه شوی وي او له موږ سره دې مرسته وکړي، پاکستان خپل مقاصد او اهداف لري، ترڅو چې خپلو مقاصدو او اهدافو ته ونه رسیږي د سولې په بهیر کې نه باید د همکارۍ هیله ترې وکړو، روانو ستونزو ته باید افغاني حل لاره پيدا شي."

داودزی وایي، د سولې په اړه روانې څلور اړخیزې غونډې هم بې ګټې دي او اوس یې کار له خنډ سره مخ شوی دی.

تراوسه د افغان حکومت استخباراتي چارواکو په دولتي ادارو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ په اړه څه نه دي ویلي، خو د نظر خاوندانو او خپله افغان چارواکو له دې وړاندې ویلي، د حکومت دننه یو شمېر کړۍ شته چې د سولې د خبرو مخالفې دي او په اوسني ناارامه وضعیت کې خپلې ګټې لټوي.

اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG