تازه خبر
یکشنبه ۱ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۳۳

د هرات په شینډنډ کې د طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده

د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې له درېیو ورځو راهیسې د طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده. د ملامحمد رسول د ډلې ویاند ازادي راډیو ته وویل چې د ملا منصور پلویان یې له یو شمېرسیمو شاته تمبولي دي.

دا جګړه اوس د شینډنډ ولسوالۍ په چهارقلعه او بخت اباد سیمو کې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ جګړه روانه ده.

د افغانستان د ملي دفاع د وزارت مرستیال ویاند برید جنرال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل:

"د ملا محمد رسول او ملا منصور د وسله والو ترمنځ جګړې پيل شوې دي. تر کوم ځایه چې زه خبر یم تر دې دمه دا جګړه خپل مځني جګړه ده، خو که دا جګړه داسې پراخه شي چې ملکیانو ته ګواښ پیدا کړي، پرته له څه شکه چې بیا به موږ لاس په کار شو."

داسې راپورونه خپاره شوي دي چې افغان ځواکونو هم په توپونو د دې جګړې په لورې ډزې کړې دي، خو برید جنرال رادمنش وایي چې زموږ ځواکونه لا په دې جګړې کې نه دې ښکېل:

"تراوسه افغان ځواکونه یوازې وضعیت څاري او په جګړې کې نه دې داخله شوي."

د افغانستان د دفاع وزارت په وینا په شینډنډ کې د طالبانو په خپل منځي جګړې کې شاوخوا ۸۰ وسله وال وژل شوي او ګڼ نور یې ټپیان شوي دي.

د ملا رسول د ډلې ویاند ملا عبدالمنان نیازي ازادي راډيو ته د دې جګړې په ترڅ کې دواړو لورېو ته د اوښتو تلفاتو په اړه وویل:

"په دې جګړې کې چې کوم راپورونه د منصور د ډلې له لوري موږ ته راکړل شوي دي د هغوی شاوخوا ۵۵ کسان وژل شوي او زموږ لورته شاوخوا ۲۰-۲۵کسان زخمیان او شهیدان دي."

په شینډنډ کې درې ورځې مخکې جګړې د برمکان په سیمه کې د ملا منصور او ملا رسول د وسله والو ترمنځ پیل شوې چې اوس د چهار قلعه او بخت اباد سیمو ته خپرې شوې دي.

د ملامحمد رسول د ډلې په وینا د شینډنډ په جګړه کې د دوی وسله وال برلاسي دي، خو تراوسه د ملا اختر محمد منصور ډلې د دې جګړې په اړه له رسنیو سره معلومات نه دې شریک کړي.

څه باندې دوې میاشتې مخکې هم په شینډنډ کې د طالبانو ترمنځ جګړې شوې وې چې بیا د ملا محمد رسول پلویانو ادعا کړې وه چې د زیر کوه سیمه یې د ملا منصور له وسله والو تصفیه کړې ده.

​
XS
SM
MD
LG