تازه خبر
سه شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۳۳

کابل-تهران د بندیانو پر تبادلې موافقه وکړه

anistan/Iran flags
anistan/Iran flags

کابل او تهران د بندیانو پر تبادلې، د سوداګریزو اسانتیاوو په راوستلو او په دواړو هيوادونو کې د یوه بل وګړو د ستونزو حل په سر هوکړې ته رسیدلي دي.

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو د وزارتونو چارواکو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په همدې اړه درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د افغانستان او ایران چارواکو د دواړو هېوادونو د قونسولي په کچه د همکارېو کمېسیون په دریمه غونډه کې درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د بندیانو تبادله او د هغوی د مجازاتو کمول، د سوداګریزو اسانتیاوو رامنځته کول او په دغو دوو هېوادونو کې د یوه بل وګړو د ستونزې حلول هغه موارد دي چې دا دواړه هېوادونه پرې کار کولو ته لیواله دي.

د افغانستان د بهرینو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال نصیراحمد اندیشه د چهارشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سره په کابل کې یوې ګډې خبري غونډې ته وویل چې په وروستی دې غونډه کې دواړه هېوادونه مهمو پریکړو ته رسیدلي دي.

ښاغلي اندېشه زیاته کړه:

"زموږ او د ایران پلاوي اساسي هدف دا دی چې سهولت رامنځته کړو، د قونسلي هماغه ټول سهولتونه چې په نړېوالو کنوانسیونونو کې بیان شوي د وګړو په کچه مراعت کړو."

له دې سره ویل کیږي چې د یوې یا دوه راتلونکو میاشتو پورې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو لومړی لست هم تبادله شي چې ترډیره به ورسره په یوه بل هېواد کې د بندي کسانو شمېرې روښانه شي.

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو د وزارتونو چارواکي په خپلو دې ډول غونډو کې له درې کلن ځنډ وروسته سره په کابل کې راغونډ شوي وو.

د لومړي هوکړه لیک له مخې دواړه هېوادونه یو له بل سره زندانیان بدلوي او د مجرمینو مجازات یو بل ته کموي.

په دوهم هوکړه لیک کې راغلي چې په دواړو هېوادونو کې به د یوه بل هېواد د وګړو ستونزې حلیږي او په ایران کې د افغان کډوالو د قانوني کیدو بحث هم مطرح ده.

د دریمې موافقتنامې له مخې به دواړه هېوادونو سوداګریزې اسانتیاوې برابروي او افغان سوداګرو ته به د ویزو د ورکړې پروسه اسانه کیږي.

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال حسن قشقاوي کابل ته په دغه سفر کې خبر ورکړ چې ایران د هغو ۲۸ افغانانو په مجازاتو کې تخفیف راوستی چې د اعدام په جزا محکوم شوي وو.

ښاغلي قشقاوي زیاته کړه:

"۲۸ افغان بندیانو ته مو تخفیف ورکړ او موږ دوه زندانیان دلته هم لرو نه غواړو چې جزیاتو ته داخل شو خو انتظار لرو چې افغان حکومت هم متقابل چلند وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په لسګونو افغانان په ایران کې اعدام شوي چې د عامو افغانانو پراخ غبرګونونه یې راپارولي وو.

خو اوس افغان حکومت هیله مند دی چې په ایران کې شته ټول افغان بندیان د بند نوره موده په خپل هيواد کې تېره کړي.

که څه هم په ایران کې د بندي افغانانو دقیقه شمیره معلومه نه ده خو ویل کیږي چې ډير یې د نشه یې توکو په تور نیول شوي او له مودو راهیسې هلته د بند شپې تیروي.

​
XS
SM
MD
LG