د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۰

هند:د ټرانزیټ پروژې په اړه مذاکرات د مارچ په پای کې پيلېږي


ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د هندوستان، افغانستان او ایران تر منځ د چا بهار ترانزیټ پروژې په اړه د خبرو دوهم پړاو پیل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وایي، ددغه سوداګریز دهلیز په پرانستلو سره به افغانستان د پاکستان له انحصاره ووځي .

په بهرنیو چارو کې د هند د دولت وزیر ویلي چې د هندوستان، افغانستان او ایران ترمنځ د ترانزیټي لارې په اړه مذاکرات به د روانې میلادي میاشتي په وروستیو کې په هندوستان کې وشي.

دغه ترانزیټي لاره د ایران له چاه بهار څخه تېرېږي او هندوستان له افغانستان سره نښلوي.

د همدې تړون له مخې به ښایي هندوستان د چاه بهار له بندره د ایران او افغانستان تر سرحدي سیمو پورې د اورګاډي پټلی هم جوړکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د نړیوالو اړیکو مشر اذرخش حافظي ازادي راډیو ته ددې ترانزیټي لارې په اړه وویل:

"د چاه بهار مساله د افغانستان لپاره شاوخوا ۱۲کاله مخینه لري، خو کله چې هندوستان په دې موضوع کې ورګډ شوی، نو دا دوهمه رسمي غونډه ده چې په دې تړاو جوړېږي، په لومړۍ غونډه کې دوی ویلي وو چې سل میلیونه ډالره ورکوي او په دې غونډه کې ښایي هند لا ډیرې پیسې ورکړي او ایران به هم له خپله بودجې څخه پیسې ولګوي."

هندي چارواکي وایي، ددې تړون په بشپړېدو او پروژې په پرانستلو سره به ټرانزیټي لارې له ستونزو خلاصي شي او پاکستان به نور د تګ راتګ لار نه وي.

په همدې حال کې ښاغلی حافظي هم ورته نظر لري او وایي د چا بهار لارې په خلاصېدو سره به د افغانستان ټرانزیټ د پاکستان له انحصاره ووځي:

"​د افغانستان لپاره د یوه داسي هېواد په توګه چې په وچه کې راګیر دی او د پاکستان له لارې د سوداګریزو مالونو د ترانزیټ په برخه کې ځیني ستونزي لري، نو هره ټرانزیټي لاره چې خلاصېږي، زموږ لپاره د ټرانزیټ او ترانسپورټ بیې ارزانه کوي، موږ له یو ډول انحصار څخه چې پر یوه ځانګړي مسیر موجود وو ، ژغوري، په تېره بیا د افغانستان او هندوستان ترمنځ چې پاکستان مو په منځ کې دی او ډېری وختونه اجازه نه ورکوي ددوی له خاوري څخه د هندوستان ټکنالوژي افغانستان ته راشي او یا زموږ ځیني مالونه د واګه بندر له لاري هند ته ورسیږي."

د اذرخش حافظي په خبر د چاه بهار ټرانزیټي لارې په پرانستلو سره به هندوستان دغه راز د منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم لار ومومي چې افغانستان به له هغو هم ګټه پورته کړای شي.

هندي چارواکي تمه لري چې د هند، افغانستان او ایران تر منځ د ټرانزیټي لارې د پروژې په ا ړه د خبرو په دوهم پړاو کې د دې تړون په برخه کې یوې موافقې ته ورسېږي.

وړاندي د افغان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم د هندوستان له صدراعظم نریندرا مودي سره په خبرو کې له هغه غوښتي وو چې دغه مذاکرات ګړندي کړي.

XS
SM
MD
LG