د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

اوچقون: د علماوو نړيوال کنفرانس د سولې د ټينګښت لپاره ګټور دی


د افغانستان د سولې عالي شورا په کابل کې د سولې په اړه د اسلامي نړۍ د علماوو جوړیدونکی کانفرانس د سولې د ټينګښت لپاره ګټور بولي.

سره له دې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دغه کنفرانس د جوړیدو دقیقه نېټه نه ده په ډاګه کړې خو وایي چې د دوی د کنفرانس په چمتووالي کار کوي.

افغان حکومت تل هڅه کوي چې د افغانستان روانې جګړې ته سوله ییز حل پیدا کړي او د دې هڅو په لړ کې به کابل په نږدې راتلونکې کې د اسلامي نړۍ د علماوو د یوې غونډې کوربه وي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د علماوو دا کنفرانس په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره ګټور بولي.

د دغې شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون د سې شنبې په ورځ پدې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د اسلامي علماوو دا کنفرانس په اوسنیو شرایطو کې د سولې راوستلو او د ثبات ټينګښت لپاره ډير موثر او ګټور دی، هم به د افغانستان او پاکستان د ملتونو ترمنځ یوه ښه اګاهي رامنځ ته کړي او هم به هغه وسله وال مخالفان چې د دین په نامه خلک وژني په هغوي به هم ښه اغیز ولري."

په افغانستان کې له څو میاشتو را په دې خوا د اسلامي نړۍ د علماوو د کانفرانس د جوړیدو خبرې کیږي، خو بهرنیو چارو وزارت وایي، اوس دې کانفرانس ته په چمتوالي بوخت دي.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني اندونیزیا ته په خپل وروستي سفر کې د هغه هېواد او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو له استازو سره هم د دغه جوړیدونکي کانفرانس په اړه خبرې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وایي چې صلاح الدین رباني به د دغه کانفرانس د چمتوالي لپاره جدې ته هم سفر وکړي.

خو د بهرنیو چارو وزارت د دغه کانفرانس دقیقه نېټه نه ده په ډاګه کړې.

په همدې حال کې افغان کارپوهان دا کنفرانس په دې شرط ګټور بولي چې د پاکستان هغه علما په کې ګډون وکړي چې په افغانستان کې جګړه روا بولي.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي پدې اړه وویل:

"دغه کنفرانس په افغانستان کې د سولې ټينګښت په اړه اغیزمن دی خو په دې شرط هغه ملایان چې په پاکستان کې د افغانستان په اړه جهاد اعلان کړی په دې کنفرانس کې حضور پیدا کړي او خپل پخوانی خبرې بیرته واخلي، په افغانستان کې جهاد د علماوو له خوا نه دی اعلان شوی بلکې په افغانستان کې جګړه سیاسي او د قدرت په سر جګړه ده."

نوموړي همدارنګه وویل چې دا ډول کنفرانسونو پایلو ته هیله مند نه دی خو دا ډول هڅې به د سولې په راوستو کې ګټور وي.

خو د افغانستان د سولې عالي شورا وایي چې افغانستان اسلامي هېواد دی او وسله وال مخالفان چې د دین له نامه په استفادې جګړه کوي د دیني علماوو دا کنفرانس به ګټورې پایلي ولري.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG