تازه خبر
دوشنبه ۲ لیندۍ ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۴۳

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي نږدې ۱۰زره قضیې ثبت شوي

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، په تېرو شپږو کلونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي نېږدې۱۰ زره قضیې دوی ثبت کړي چې اکثرو ته یې رسېده ګي هم شوې ده.

د لوی څارنوالۍ مسوولین په داسې حال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي دوسیو ته درسېدګۍ په اړه خبرې کوي چې خلک وايي، په عدلي ارګانونو کې دفساد موجودیت، د قانون نه پلې کولو او نورو ستونزو له امله د هرې ورځې په تېرېدو پر ښځو د زور یاتي کچه لوړه شوې ده.

د لویې څارنوالي ویاند محمد بصیر عزیزي وایي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په خاطر یې هڅې پیل کړي او د دې لپاره يي هر ولایت کې ځانګړې څانګې ایجاد کړي چې تر اوسه زیاتې لاسته راوړنې لري:

"د افغانستان د اسلامي جمهوریت لويي څارنوالۍ په تېرو شپږو کالو کې د ښځو په وړاندې دترسره شوي زور زیاتي نهه زره پنځه سوه دوه اویا قضیې ثبت کړي دي چې له دې څخه ۸۲۸ قضيي دقتل ،۲۴۵۳ د جنسي تېري، ۱۰۰يې د ماشومانو د سقطولو، ۷۵ د ښځو د اختطاف او نورې پاتې يې د وهلو ، ټکولو ، په زوره او په کم عمر کې د نجونو ورکولو قضیې شاملي دي چې د تحقیق او عدليي تعقیب لاندې نیول شوي دي."

عزیزي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته د فرخندې د وژلو د قضیې په اړه هم د پرمختګونو خبره وکړه.

نوموړي وویل د مېرمن فرخندې د دوسيي تحقیقات دلوی څارنوالۍ له خوا بشپړ شوي دي، د قضايي فیصلې لپاره محکمي ته لېږل شوې چې دوه ورځې وړاندې یاده دوسیه نهايي شوي او په قتل کې شریکو ۱۳کسانو ته دمحکمې له خوا سزا اورول شوې ده.

په همدې حال کې د ښځو یو شمېر فعالانې بیا وایي چې لویه څارنوالۍ له حقیقتونو سترګې پټوي او عدلي او قضایي ارګانونه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته لازمه رسېده ګي نه کوي.

د ښځو فعالې غوټۍ صاحبیان ازادي راډيو ته خپل نظر داسې څرګند کړ:

"لویه څارنوالۍ همېشه محافظه کاري کوي ،خپلو شخصي روابطو ته لومړیتوب ورکوي، نسبت ضوابطو ته، خپل مسولیت بلکل نه ادا کوي، دولت دې ته نه دی حاضر چې مثبت تغیرات رامنځ ته شي،په ځانګړي ډول هغه زور زیاتی،جنسي تېري او نور ظلمونه چې په ښځو کېږي، هغوی دي ته بلکل چمتو نه دي چې تېرې کوونکو ته سزا ورکړي."

خلک وایي، په ولایتونو او مرکز کې دښځو په وړاندې ډېری زور زیاتی دزورواکو او مالدارو له خوا ترسره کېږي چې څارنوالي او نور اړونده ارګانونه يي په نیولو او هغوي ته په سزا ورکولو کې پاتې راغلي دي.

خو دلويي څارنوالۍ ویاند بیا وایي د دوی په وړاندې زورواکي ،مالدار او غریب یو شان دي او هېڅ چا سره توپیرې چلند نه کېږي.

د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي د منع قانون په ۱۳۸۸ لمریز کال کې ایجاد شوی او حکومت د همدغه قانون له مخې اجرائات کوي.

راپور: روح الله انوري

​
XS
SM
MD
LG