د ملګروملتونو پرمختیايي پروګرام UNDP د ښځو د ورځې په درشل کې پر خپله ویبپاڼه د یوې افغان مېرمنې د تصویر پر ځای تشه توره صفحه خپره کړې ده.
په داسې حال کې ده چې ډېری افغان مېرمنې په عام محضر کې له څرګندیدو او پر رسنیو د خپلو تصویرونو له خپرولو څخه ویریږي د UNDP مسوول چارواکي د ښځو ناوړه وضعیت ته پام اړول د دې سیمبولیک اقدام هدف بولي.
د ملګروملتونو پرمختیايي ادارې UNDP پر خپله ویبپاڼه د یوې افغان مېرمنې دردوونکې کیسې پرسر د دې مېرمنې د تصویر پر ځای یوه تشته توره صفحه خپره کړې ده.
دا د ګلبشرې په مستعار نوم د ۱۹کلنې ننګرهارۍ مېرمنې کیسه ده چې ښوونځی پای ته رسوي او د نرس قابلګۍ دوه کلنه روزنیزه دوره هم بشپړوي.
دا پیغله نجلۍ خپلو هیلو ته د رسېدو خوبونه ويني خو ستونزه دا ده چې په ماشومتوب کې له خپل یوه نېږدې خپلوان سره کوژده شوې ځکه د دې پلار د بېوزلۍ له کبله د پور په بدل کې دا د خپل تربره زوی ته په نامه کوي او هغه د ښځو په اړه ګردسره بېل نظر لري.
ګلبشره خپل پلار او تره ته وايي چې نه غواړي له هغه ځوان سره واده وکړي خو هغو له دې لیکلی ضمانت غواړي چې له بل چا سره به هم واده نه کوي.
د تضمین لیک له لاسلیکیدو وروسته د ګلبشرې د تره زوی سمدستي له یوې بلې نجلۍ سره واده کوي خو د تره کورنۍ لاهم دا ګواښي چې واده به نه کوي.
څه موده وروسته ګلبشره د نرس قابلګۍ په انستیتیوت کې د هېواد د قوانینو په اړه معلومات اوري او خبرېږي چې په دې برخه کې د مدافع وکیلانو یوه خپلواکو ټولنه له خلکو سره مرسته کوي.
دا هغه ټولنه ده چې UNDP مالي مرسته ورسره کوي.
بالاخره دا بې اسرې نجلۍ د مروې فضلې په نوم په ننګرهار کې د نوموړې ټولنې له یوې غړې سره خپله ستونزه شریکوي.
مروه د هلک له کورنۍ سره خبرې کوي خو ګټه نه کوي، بیا په ننګرهار کې قضايي ادارو ته ورځي خو ورته ویل کېږي چې د هلک په نشتوالي کې هېڅ هم نشي کولای او هلک نه حاضرېږي.
خو مروه لاس نه اخلي او له هلک او د هغه له کورنۍ سره تر ډېرو خبرو وروسته هغو ته قناعت ورکوي چې ګلبشره ازاده کړي او په بدل کې به هغه پیسې ترلاسه کړي چې پر کوژده یې لګولي، دا معامله کېږي او محکمه یې هم تایید وي.
دا ستونزه د اوس لپاره اواره شوې ده خو مروه فضلي چې په دې ټول جریان کې د ګلبشرې یوازینۍ مرستندویه وه وايي، هغه سخته ویریږي چې که دا مساله افشا شي نو ښايي په کور کې د جګړې باعث شي او د دې راتلونکې به هم تباه شي:
"وارخطا غوندې وه، ماته یې ویل، که دا موضوع باید رابرسیره شي نو د مشکلاتو باعث به شي، یو کورني مشکلات دي او بل دا چې زه به په اینده کې ونشم کړای له بل چا سره نکاح وکړم، یعنې له داسې لارو باید کار واخلو چې دوی بالکل پوه نشي چې موږ دولت ته عارض شوي یو ځکه چې زما نامزدي مخکې فسخ شوې ده خو دوی یې راسره نه مني او هرڅه چې راځي هغه زما د نیکه په خاطر دي چې ممانعت کوي، نو دا ډېره وېریدله چې که دا موضوع را اوچته شي کېدای شي د کورنۍ جګړې باعث شي."
ګلبشره وايي چې اوس یې وضعیت ډېر ښه شوی ځکه خورا لویه ستونزه یې له مخې لېرې شوې ده.
نوموړې خوشاله ده چې په حکومتي روغتون کې کار او په پوهنتون کې زده کړه کولای شي او په خپله خوښه د ژوند د ملګري د غوره کولو چانس لري.
خو له دې سره سره پوهېږي چې که څه هم د هېواد اساسي قانون د نارینه وو او ښځو لپاره مساوي حقوق تضمین کړي، خو د ټولنې حقیقت بل ډول دی او ځکه ګلبشره نه غواړي چې حقیقي نوم یې افشا او تصویر یې له کیسې سره یوځای خپور شي.