په ترکيه کې د يوې وتلې ورځپاڼې پر دفتر د پوليسو چاپې، د اروپايي ټولنې او د رسنيو د ملاتړو بنسټونو عکس العمل پارولى دى.
د پوليسو تر چاپې وروسته د دې ورځپاڼې په سلګونو مينه والو په ترکيه کې اعتراضونه وکړل.
د ترکيې پوليسو د دويمې ورځې لپاره هم د يوې وتلې ورځپاڼې پر سلګونو معترضو او پارېدلو پلويانو اوښکي بهوونکي ګاز، اوبه او رابړي مرمۍ وکارولې.
مظاهره چيان د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان د مخالف فتح الله ګولین پلويان وو.
ګولین يو مذهبي شخصيت دى او په امريکا کې ژوند کوي.
مظاهره چيانو اعتراض درلود چې د ترکيې پوليسو ولې زمان ورځپاڼه په خپل کنټرول کې راوستلې او دوى شعار ورکاوه ،چې ازادې رسنۍ نه شئ غلي کولاى.
زمان ورځپاڼه په ګولین پورې ارتباط لري او په ترکيه کې له ډېرو پلورل کېدونکو ورځپاڼو څخه ده.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان فتح الله ګولن تور کړى چې د رسنيو د يوې شبکې په جوړولو سره غواړي پوليس او د حکومت قضايه قوه نسکوره کړي، خو فتح الله ګولین دغه څرګندونې ردوي.
د جمعې په ورځ د ترکيې يوې محکمې يو دولتي چارواکى د زمان او د دې ورځپاڼې د انګرېزۍ بڼې ټودې زمان د څارنې لپاره وګماره.
د دې ورځپاڼې دفتر که څه هم د پوليسو په پراخ حضور کې پرانيستل شو، خو د پوليسو له خوا ورباندې چاپې وهلو، په ترکيه کې د خپلواکو رسنيو شمېر نور هم کم کړى دى.
د دې اقدام په ځواب کې اروپايي ټولنې له ترکيې غوښتنه وکړه چې ډيموکراتيکو ارزښتونو له دې ډلې د رسنيو ازادۍ ته درناوى وکړي.
مدني بنسټونو هم د ترکيې وروستى اقدام غندلى دى.
په امريکا کې د يوه څارونکي بنسټ فريډم هاوس اجرایيه مشر ويلي چې واشنګټن او بروکسل بايد د سوريې له کډوالو د ترکيې د ملاتړ په بدل کې د ترکيې له خوا د ډيموکراتيکو بنسټونو پر ځپلو چوپ پاتې نه شي.
د زمان ورځپاڼې مسوول مدير عبدالحميد بيليچي ويلي، په تېرو درېيو- څلورو کلونو کې چې هر چا د دولت پر سياستونو انتقاد کړى، ورته قضايي دوسيې جوړې شوي يا هم زندان ته اچول شوي دي.