د رسنیو ښځیه فعالانې وايي، په کاري او ټولنیز چاپیریال کې یو لړ ګواښونو اندیښمنې کړي او حکومت باید د دوی ملاتړ وکړي.
یو شمېر ښځې چې په دولتي او خصوصي رسنیو کې کار کوي د پنجشنبې په ورځ یې په کابل کې په یوې ناسته کې وویل چې په رسنیو کې تر اوسه هم د ښځو موقف تثبیت شوی نه دی.
د ناامنیو زیاتوالی، اطلاعاتو ته نه لاس رسی، لږ امتیازات، نه خوندیتوب، نامناسبه کاري چاپیریال او د ښځو پر وړاندې له تبعیضه ډک چلند هغه ستونزې دي چې د افغانستان د رسنیو یو شمېر ښځینه کار کوونکې ځیني شکایت کوي.
دوی چې د کابل او ځینو ولایتونو ښځینه خبریالانې په کې وې، د شنبې په ورځ یې په کابل کې د ښځینه خبریالانو د شبکې له خوا په جوړې شوې ناسته کې وویل چې کاري او ټولنیز نامناسبه چاپیریال، د دوی مسلکي پوهه او کاري صلاحیتونه محدود کړي دي.
د افغانستان د ژورنالستانو د ملي ټولنې مرستیالې نجیبې ایوبي وویل، په هېواد کې له ۱۳کلنو پرمختګونو سره-سره، په رسنیو کې د ښځو مشارکت کمرنګه دی.
اغلې ایوبي زیاته کړه:
"واقعاً زموږ رسنۍ تر ډیره ځایه د نارینه و دي.فلمونه، سریالانو او تلویزیوني او راډیويي پروګرامونه چې جوړیږي، نارینه په کې ستر شخصیت او ښځه په کې د معمولي فرد په توګه ښودل کیږي. دا کارونه تاثیر لري. دا مسئله د پروګرامونو له مدیریت او محتوی پورې اړه لري."
اغلې ایوبي وايي، اوس مهال ۱۰فیصده خصوصي رسنۍ د ښځو له خوا اداره کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې پخوا تردې نۍ یا د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړې ادارې په رسنیوکې د ښځینه کارکوونکو اندازه په ۱۰۰کې ۳۰ ښودلې او ویلي دي چې دوی تر ډیره ځایه له تلویزیونونو، راډیوګانو او چاپي رسینو سره همکاري لري.
د کندهار ولایت د ښځینه خبریالانو په استازیتوب طیبې نوري وویل، د هغه ولایت ډیرې خبریالانې د کار او ټولنیز نامناسبه چاپیریال له امله نورې دندې غوره کوي او یا په کور کی کیني.
اغلې نوري زیاته کړه:
"کله چې یوه خبریاله له کوره تر دفتره پورې ځي، مخامخ ورته اخطار ورکول کیږي چې وژل کیږي یا پر مخ تیزاب شیندل کیږي او داسې نور، سربیره پر دې امتیازات یې لږ دي، په کندهار کې داسې خبریالانې شته چې ټرانسپورټ نه لري؛ په جنوب کې له ښځینه خبریالانو سره په دفتر کې هم له تبعیضه ډک چلند کیږي."
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیاله مژګان مصطفوي وايي، هڅې کوي چې د ښځینه خبریالانو د کاري خوندیتوب لپاره یو لړ پروګرامونه پلي کړي.
اغلې مصطفوي زیاته کړه:
"ښځه باید د رسنیو په راس کې وي او د رسنۍ مدیره وي.موږ په چارو کې د ښځو نمایشي رول نه غواړو.په شپږو میاشتو کې وزارت توانیدلی چې د رسنیو د کار د ښه والي لپاره، شپږکمېسیونونه جوړکړي چې دا یوه لاسته راوړنه ده."
میرمن مصطفوي وایی، وروسته له دې به د ډله ییزو رسنیو د کمېسیون له لارې د رسنیو سرغړونې، اطلاعات، د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی، اخلاقي کوډونه، وضع شوي مقررات او پالیسۍ او داسې نورموارد په جدي توګه وڅاري، څو د رسنیو په فعالیتونو کې اصلاحات رامنځته شي.
په ورته وخت کې د خبریالانو د حقونو ځیني ملاتړي بنسټونه له حکومته غواړي د خبریالانو پر وړاندې دې د تاوتریخوالي له عاملینو سره قانوني چلند وکړي.
خان محمد سیند