د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

په خوست کې د "ای.اس.آی" کارکوونکي د حکومت پرضد تبلیغ کوي


په خوست کې میشت یو شمېر وزیرستاني بې ځایه شوي کسان د دوی په منځ کې د پاکستان د یو شمېراستخباراتي کارکونکو د شتون خبره کوي.

بې ځایه شوي وګړي اندیښنه څرګندوي او وایي چې دغه کسان د پاکستان په غوښتنه د افغانستان د حکومت پرضد تبلیغ کوي.

د خوست چارواکي په دې اړه بې خبري ښيې.

له شمالي وزیرستانه د افغانستان جنوب ختیځو ولایتونو ته د زرګونه کورنیو تر بې ځایه کیدو وروسته اوس دغه کسان وایي چې په منځ کې یې پاکستاني استخباراتي کسان هم شته.

ځیني دغه بې ځایه شوي کسان وایي چې پاکستاني استخباراتي کار کوونکي د بې ځایه شوېو کسانو په منځ کې د افغانستان د حکومت پرضد تبلیغ کوي او له دوی غواړي چې پاکستان ته ستانه شي.

په خوست کې د دغو بې ځایه شوېو کسانو له ډلې یوتن قومي مشرملک عمرخان اتمانزوی د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا ستونزه یې د افغانستان له حکومت سره شریکه کړې ده.

ښاغلي اتمانزوی زیاته کړه:

"دلته د کډوالو په منځ کې اوسیږي چې زه کډوال یم. خو دی د پاکستان لپاره کار کوي او دلته جنجالونه را پیدا کوي او را پیدا کړي یې دي. کله اعتصاب کوي د افغانستان د حکومت خلاف. کله د یو.ان.ایچ.سي.آر سره اعتصاب کوي. دا خبره درسته ده."

خو د خوست ځایي چارواکي وایي چې له دې موضوع څخه خبر نه دي.

د خوست د والي مرستیال عبدالواحد پټان همدارنګه وایي، هرکله چې په دې اړه ورته راپور ورسیږي نو دوی به لاس په کار شي او د تخریب کوونکو مخه به ونیسي.

ښاغلي پټان زیاته کړه:

"په دې اړه تراوسه موږ ته خبر نه دی رسیدلی. موږهلته د امنیتي ځواکونو او ملي امنیت یوه حوزه لرو. کولای شي چې له هغوی سره اړیکه ونیسي او خپله ستونزه حل کړي."

په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان د پوځ له خوا د پوځي عملیاتو په نتیجه کې زرګونه کورنۍ د افغانستان پکتیا، پکتیکا، خوست او ننګرهار ولایتونو ته بې ځایه شوې چې ورسره یو شمير وسله والې ډلې هم د افغانستان خاورې ته ننوتلې.

خو په سیاسي محافلو کې د دغو وسله والو په اړه تر شدیدو اندیښنو وروسته د ملي امنیت شورا وویل چې دغه ډلې یې بې وسلې کړي دي.

په همدې حال کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مسوولین وایي چې د دې موضوع د څیړلو لپاره یې یو پلاوی خوست ته لیږلی دی.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکارحفیظ میاخیل ازادي راډيو ته په دې اړه وویل:

"فکر کوم په دې اړه یو پلاوی هلته تللی. خو دا چې جزیات یې څه دي په دې اړه معلومات نه لرو. هرکله چې د پلاوي کار بشپړ شي بیا به تاسو ته معلومات درکړو."

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په وزیرستان کې د جګړو په نتیجه کې ۴۵ زره وزیرستاني کورنۍ افغانستان ته بې ځایه شولې.

یو شمېرکارپوهان وایي، پاکستان تل د کډوالو له موضوع څخه د یوې سیاسي وسیلې په توګه استفاده کړې ده او د افغانستان حکومت ته سپارښتنه کوي چې د پاکستان دا ډول مداخلو ته هوښیاره اوسي.

XS
SM
MD
LG