د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۱

په بلخ کې د نوروزجشن په هدف کلک امنیتي تدابیر پیل شوي


د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ چارواکي د نوروز جشن لمانځنې ته د چمتوالي په منظور په مزارشریف کې د کلکو امنیتي تدابیرو پیلېدو خبر ورکوي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالرزاق قادري ازادي راډیو ته وویل چې دا امنیتي پلان د نوروز جشن د امنیتي کمېسیون له خوا جوړ شوی وو او سره له نن نېتې څخه یې عملي بڼه خپله کړه.

د بلخ امنیتي چارواکي وايي؛ دا چې نوروز په امن فضا کې ولمانځل شي دوی په همدې منظور کلک امنیتي تدابیر پلان کړي چې سر له نن څخه به د ملي پولیسو، ملي اردو، ملي امنیت او د پولیسو د خاصې قطعې د ځواکونو په ګډه همغږۍ سره عملي بڼه خپله کړي.

د بلخ د امنیه قوماندنۍ د امنیت امر عبدالرزاق قادري ازادي راډیو ته په خبرو کې وویل چې دا امنیتي پلان د مختلفو امنیتي ارګانونو په ګډون د نوروز جشن د امنیتي کمېسیون له خوا جوړ شوی وو چې نن شنبې یې عملي بڼه خپله کړه.

ښاغلي قادري یې په اړه وویل:

"موږ دا امنیتي پلان د نوروز جشن لپاره چمتو کړی وو چې اوس اوس یې عملي بڼه ځان ته خپله کړي او په کې د مختلفو امنیي ارګانونو څخه ځواکونه ګډون لري."

د بلخ ولایت د امنیت امر وايي چې همدا اوس مهال د مزارشریف په شاوخوا سیمو او دننه په ښار کې یې چک پاینټونه "پلټنې ځایونه"جوړ کړي او دوی په جدیت سره د نوروز جشن د امنیت تامینولو لپاره هڅې وکړي.

د ښاغلي قادري په خبره هغه کسان او مېلمانه چې له نورو سیمو څخه مزارشریف ښار ته د نوروز په جشن کې د ګډون لپاره راځي، باید د دې ښار د نظم په پام کې نیولو سره د امنیتي ځواکونو سره د پلټنې لپاره مرسته وکړي او دننه ښار ته دې د وسلو له لېږد څخه ډډه وکړي.

دی وايي چې نوروز د اریایانو یو لرغونی جشن دی چې اوس مهال یې نړېواله بڼه خپله کړي او په راتلونکو څو ورځو کې به دا جشن په مزارشریف کې د لس هاو زره کسانو په ګډون سره ولمانځل شي.

په ورته وخت کې د مزارشریف ښاریان د نوروز جشن ته د چمتوالي په مقصد د مزارشریف ښاروالۍ له هڅو څخه هم خوښي څرګندوي او وايي چې حتا له اوس څخه حضرت علی کرم الله وجهه ته منسوب زیارت ته ورغلې لارې د لویو ګاډو پر مخ بندې شوي او د نورو نقلیه وسایطو سربېر ښاري رکشاو ته هم اجازه نه ورکول کېږي چې د روضې مبارکې شاوخوا تګ راتګ وکړي.

د مزارشریف اوسېدونکی احمد شاه یې په اړه وايي:

"امنیتي تدابیر سره له اوسه پيل شوي د لویو نقلیه وسایطو او همدارنګه د رکشاو په تګ راتګ بندیز لګول شوی، ښار د پاک کارۍ په حال کې دی."

په داسې حال کې د بلخ امنیتي چارواکي د نوروز جشن د لمانځلو په منظور د کلکو امنیتي تدابیرو له پیلېدو څخه خبر ورکوي چې همدا دوې ورځې د مخه د بلخ ولایت په دولت اباد سیمه کې د یوې بمي چاودنې په ترځ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ تنه ټپیان شول.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG