تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۴۱

بریتانیا افغان افغان کډوال بیرته هېواد ته ستنوي

د بریتانیې د کورنیو چارو وزیره تریسا مې
د بریتانیې د کورنیو چارو وزیره تریسا مې

د بریتانیې د کورنیو چارو وزیره تریسا مې، د یوې مهمې قضايي پریکړې د بدلولو لپاره تر اوږدې مبارزې وروسته، بریالۍ شوه چې له خپله هېواده د افغان کډوالو د بیرته ستنولو ځنډول شوې پریکړه، لغوه کړي.

د بریتانوۍ ورځپاڼې انډپنډنټ په حواله، سره له دې چې ۲۰۱۵میلادي کال په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د شمېر له امله، ترټولو خونړۍ کال بلل شوی، د بریتانیې سترې محکمې پریکړه وکړه چې لږتر لږه کابل دومره مصئون دی چې هغه کډوال چې افغان پناه غوښتونکي بیرته واستول شي.

په افغانستان کې د امنیتي ستونزو له امله، تېرکال د بریتانیې حکومت د پناه غوښتونکو د ستنولو بهیرځنډولی وو.

خو د محکمې د نوې پریکړې پراساس، افغانستان په هغو هېوادونو کې ګڼل شوی چې کافي امنیت لري او هغه افغانان به چې په بریتانیې کې یې د پناه غوښتنه کړې، بیرته واستول شي.

د انډپنډنت په وینا، په بریتانیې کې میشت پناه غوښتونکي افغانان به په ځانګړو الوتکو کې بیرته افغانستان ته استول کیږي.

د بریتانې د کورنیوچارو وزارت استدلال کړی چې لږ تر لږه کابل د دې خلکو د استوګنې لپاره مصئون دی نو له دې امله، پریکړه شوې چې ان هغه افغان پناه غوښتونکي چې د افغانستان له نسبتاً ناامنو ولایتونو ورغلي، بیرته کابل ته ستانه کړي.

خو په بریتانیې کې د یوه افغان پناه غوښتونکي وکیل توفیق حسین ویلي چې د طالبانو د حملو د زیاتیدو او د اسلامي دولت یا داعش د فعالیت له امله په افغانستان کې د نښتو او جګړې د پراختیا ویره شته نو د خپلو موکلینو دفاع ته به ادامه ورکړي.

د توفیق حسین موکل په ۲۰۰۷میلادي کال کې بریتانیې ته تللی او هغه مهال یوازې ۱۴کلن و.

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر له بریتانوي چارواکو سره په خبرو کې د هغو افغانانو په اړه چې تر اتلس کلونو کم عمر لري او ښايي بیرته افغانستان ته واستول شي، اندیښنه څرګنده کړې ده.

په بریتانیې کې داسې زیات شمېرافغانان شته چې دې هېواد ته د ور رسیدو پرمهال تر۱۸کلن کم عمره وو، د پناه غوښتنه يې کړې او وروستۍ پریکړې ته انتظار دي.

هغه کسان چې په کم عمر کې او ډير موده مخکې بریتانیې ته تللي په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه ډیرمعلومات هم نه لري نو د بیرته ستنیدو په صورت کې له ستونزو سره مخامخ کیدلای شي او بریتانیې ته ښايي چې هغوي ته پناه ورکړي.

د بریتانیې د کورنیو چارو وزارت څو ورځې مخکې وویل، د هغو افغانانو د پناه غوښتنې عریضې په تېرمیلادي کال کې۵۶فیصده زیاتې شوې چې له کورنیو پرته یې دې هېواد ته سفر کړی دی.

په هغو څه باندې درې زره کسانو کې چې په بریتانیې کې يې د پناه غوښتنې عریضې کړې ترشپږ نیم سوه زیات هغه تنکي ځوانان دي چې عمرونه یې تر ۱۸ کلونو کم دي او یوازې دې هېواد ته ورغلي دي.

​
XS
SM
MD
LG