د بریتانیا، فرانسې، جرمني او روسیې مشرانو په سوریه کې د کړکېچ د ختمولو لپاره دد سولې پرې یوې دوامداره پروسې د کار کولو ژمنه کړې.
د بریتانیا د صدرعظم ډیویډ کامرون ویاند وايي، بریتانوي مشر د جمعې په ورځ په یو ټلیفوني کنفرانس کې په مسکو، برلین او پاریس کې له خپلو سیالانو سره د سوریې د کړکېچ د هواري لپاره پر یوې طرحې بحث کړی دی.
کرملین هم په یوې خبر پاڼې کې ویلي چې څلور واړه مشران سلا شول چې د سوریې د کړکېچ د هواري لپاره به د لارې د یوې نقشې ملاتړ کوي.
په عین حال کې د سوریې د اپوزېسیون یوې لویې ډلې ویلي، د سوریې حکومت د نورو سیمو د لاندې کولو لپاره د خپلو ځواکونو تحرک ته دوام ورکړی او په داسې حال کې که چېرې دمشق او متحدین یې بریدونه جاري وساتي د اوربند ټینګول ممکن نه دي.
دا خبرې د سوریې په اپوزېسیون کې د جیش الاسلام په نوم مهمې ډلې کړي.
په دې اوربند کې چې د فیبرورۍ د ۲۷ مې نېټې راهیسې یې عملي کیدل پیل شوي د تروریستي ډلو لکه د داعش او نصره جبهې خلاف د بریدونو ودرول شامل نه دي.
د اوربند له پيل راوروسته په جګړه کې کموالی راغلی دی، خو د اسد خلاف جنګېدونکې یاغیان وايي حکومت په مهمو ستراتیژیکو لومړیو کرښو کې بریدونو ته دوام ورکړی.
د سوریې د حکومت اپوزېسیون لا هم په دې اړه چې د مارچ د میاشتې په نهمه نېټه په پلان شویو خبرو اترو کې برخه اخلې کنه پرېکړه نه ده کړې.
خو د جیش السلام د سیاسي دفتر مشر محمد الوش د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د رژیم ځواکونو نوې سیمې نیولې اوپه نیولو کې یې د جنګي الوتکو او بېرلي بمونو په شمول هر ډول وسلې کارولې دي.
په سوریه کې د تاوتریخوالي د کمولو دا موافقه د سوریې په روانه کورنۍ جګړې کې لومړنۍ دا ډول موافقه وه.
په دې کورنۍ جګړه کې تر اوسه تر دوه نیم سوو زرو زیات کسان وژل شوي او میلیونونه نورله سوریې څخه ګاونډیو هېوادونو او اروپاته کډوالۍ ته اړ شوي دي.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونواستازي سټیفین ډیمیستورا د پنجشنبې په ورځ وویل، د اوربند عملي کیدل دوام لري خولا هم نازک دی.