د برېټانیې د کورنیو چارو وزیره ترېسا مې، د یوې مهمې قضايي پرېکړې د بدلولو لپاره تر اوږدې مبارزې وروسته،بریالۍ شوه چې له خپله هېواده د افغان کډوالو د بېرته ستنولو ځنډول شوې پرېکړه، لغوه کړي.
د برېټانوۍ ورځپاڼې انډېپنډنټ په حواله، سره له دې چې ۲۰۱۵ میلادي کال په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د شمېر له امله، تر ټولو خونړی کال بلل شوی، د برېټانیې سترې محکمې پرېکړه وکړه چې لږ تر لږه کابل دومره مصئون دی چې هغه کډوال چې افغان پناه غوښتونکي دي بېرته واستول شي.
په افغانستان کې د امنیتي ستونزو له امله، تېر کال د برېټانیې حکومت د پناه غوښتونکو د ستنولو بهیر ځنډولی و.
خو د محکمې د نوې پرېکړې پر اساس، افغانستان په هغو هېوادونو کې ګڼل شوی چې کافي امنیت لري او هغه افغانان به چې په برېټانیې کې یې د پناه غوښتنه کړې، بېرته واستول شي.
د انډېپنډنټ په وینا، په برېټانیې کې مېشت پناه غوښتونکي افغانان به په ځانګړو الوتکو کې بېرته افغانستان ته استول کېږي.
د برېټانیې د کورنیو چارو وزارت استدلال کړی چې لږ تر لږه کابل د دې خلکو د استوګنې لپاره مصئون دی نو له دې امله، پرېکړه شوې چې حتی هغه افغان پناه غوښتونکي چې د افغانستان له نسبتاً نا امنو ولایتونو ورغلي، بېرته کابل ته ستانه کړي.
خو په برېټانیه کې یوه افغان پناه غوښتونکي وکیل توفیق حسین ویلي چې د طالبانو د حملو د زیاتېدو او د اسلامي دولت/ داعش د فعالیت له امله په افغانستان کې د نښتو او جګړې د پراختیا وېره شته نو د خپلو مؤکلینو دفاع ته به ادامه ورکړي.
د توفیق حسین مؤکل په ۲۰۰۷ میلادي کال کې برېټانیې ته تللی او هغه مهال یوازې ۱۴ کلن و.
د افغانستان د کډوالو چارو وزیر له برېټانوي چارواکو سره په خبرو کې د هغو افغانانو په اړه چې تر ۱۸ کلونو کم عمر لري او ښايي بېرته افغانستان ته واستول شي، اندېښنه څرګنده کړې ده.
په برېټانیې کې داسې زیات شمېر افغانان شته چې دې هېواد ته د ورسېدو پر مهال تر ۱۸ کلن کم عمره وو، د پناه غوښتنه يې کړې او وروستۍ پرېکړې ته انتظار دي.
هغه کسان چې په کم عمر کې او ډېره موده مخکې برېټانیې ته تللي په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه ډېر معلومات هم نه لري نو د بېرته ستنېدو په صورت کې له ستونزو سره مخامخ کېدلای شي او برېټانیې ته ښايي چې هغوی ته پناه ورکړي.
د برېټانیې د کورنیو چارو وزارت څو ورځې مخکې وویل، د هغو افغانانو د پناه غوښتنې عریضې په تېر میلادي کال کې ۵۶ فیصده زیاتې شوي چې له کورنیو پرته یې دې هېواد ته سفر کړی دی.
په هغو څه باندې ۳ زره کسانو کې چې په برېټانیې کې يې د پناه غوښتنې عریضې کړي تر ۶۵۰ زیات هغه تنکي ځوانان دي چې عمرونه یې تر ۱۸ کلونو کم دي او یوازې دې هېواد ته ورغلي دي.