په سوریه کې د امریکا او روسیې له لوري اوربند ته یو شمېر خلک خوشاله دي او هیله لري چې ژوند به یې عادي شي.
خو بل لورته په سوریه کې د داعش او جبهه النصره په څیر د یاغي ډلو موجودیت د اوږدمهاله اوربند هیلې ټکنۍ کوي.
داعش او جبهه النصره چې د القاعده یوه څانګه ده د سولې په خبرو کې په پام کې نه دي نیول شوي.
په سوریه کې د اوربند سربیره د چهارشنبې په ورځ موټر بم چاودنې د یوې وسله والې ډلې اتلس تنه ووژل. د دې ډلې ملاتړ امریکا کوي.
بل لورته دولتي ځواکونو د یوه ناڅاپي برید په ترڅ کې د حلب په ښار کې ستراتیژیکې سیمې ونیولې.
د روسیې دفاع وزیر د اوربند د ټنګیدو لپاره ویلي دي چې د همغږۍ یو مرکز یې جوړ کړی دی چې په کې په لسګونو افسران له مخالفو ډلو او سیمه ییزو چارواکو سره لیدنې کتنې کوي، څو هغوی اوربند ته وهڅوي.
اسوشیټېډ پریس اژانس وایي، د سوریې له یو شمېر سیمه ییزو چارواکو څخه یو لاسلیک شوی سند اخیستل شوی دی څو د اوربند په برخه کې خپلې ژمنې پرځای کړي.
په ورته وخت کې له دې مشرانو سره د دې په وړاندې چې د دولت ملاتړبه کوي د امنیت او نورو مرستو ژمنې شوي دي.
یو شمېرخبریالان د چهارشنبې په ورځ د حما په ښار کې د معرزاف کلي ته ورغلل، دا کلی د دولتي ځواکونو په لاس کې دی. د دې کلي یوه اوسیدونکي علي اتی محمد اسوشیټیډ پریس اژانس ته وویل، هیله لرم چې له دې اوربند سره زموږ په سیمه کې امنیت ټینګ شي او موږ له روسیې ډیره مننه کوو.
په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال انتوني بلینکن د چهارشنبې په ورځ په جینوا کې یوې خبري غونډې ته د سوریې د وضعیت په اړه وویل:
"هیلې شته چې په سوریه کې د دښمنیو مخه ونیول شي او دا هڅې داسې ژورې شي چې په دې هېواد کې دښمنۍ پای ته ورسیږي.همدا راز بشري مرستې زیاتې کړو چې په دې برخه کې هم د یوې اوونۍ په ترڅ کې د یو لړ پرمختګونو شاهدان وو، په پیل کې مو دا مرستې هغو سیمو ته رسولې چې په نښه شوې وې اواوس هڅې کوو چې سخته سیمو ته چې خلک پکې محاصره دي، هلته هم ډاډه شو چې مرستې رسیدلي دي."
په سوریه کې د امریکا او روسیې له لوري د ملګروملتونو په منځګړیتوب تیره شنبې اوربند پیل شو، د دې اوربند څارنه له لاذقیه، واشنګټن، مسکو، امان او جینوا څخه کېږي.