که څه هم په تېره یوه لسیزه کې د خوست ډیری ولسوالۍ د پخو سړکونو له لارې د ښار سره نښول شوي، خو لاهم د ولسوالیو ترمنځ په خپلو کې نښلونکي سړکونه او همدارنګه د کلیو او ولسوالیو ترمنځ اساسي لارې نشته چې دې کار په خپل ځای کې ټولنیز پرمختګ ورو کړی او د امنیت د ټېنګولو پر وړاندې يې هم ستونزې جوړې کړي دي.
په همدې لړکې د پنجشبنې پر ورځ خوست کې د سړکونو داسې پنځه پروژې له جوړولو وروسته پرانیستل شوې چې یوه يې دوې ولسوالۍ او څلور نورې يې کلي او ولسوالۍ له یو بل سره نښلوي.
یادې پروژې چې نږدې ۳۵ کېلومتره اوږدوالۍ لري او د لسو میاشتو په موده کې يې کارونه بشپړ شوي، ۳۳،۴ میلیونه افغانۍ پرې لګښت شوی دی.
د کلیوالي سړکونو د پرانیستې غونډه چې په ګربزو کې د یو قومي مشر په حجره کې نیول شوې وه، خوست والي حکم خان حبیبي دریمه درجه کلیوالي سړکونه چې په خپلو کې څو ولسوالۍ او همدارنګه کلي او ولسوالۍ سره نښلوي با اهمیته وبلل او ويې ویل چې په نوي کال کې يې دا ډول پروژې د خپلو پروګرامونو په لومړیتوبونو کې نیولي دي.
خوست والي ازادي راډیو ته وویل:
"موږ نن د نږدې ۳۵ کېلومتره د دریمه درجه کلیوالي سړکونو د کار د بشپړیدو شاهدان یو، دا به د ګربزو، تڼیو، تسماعیل خېلو او مندوزیو همدارنګه نادرشاه کوټ ولسوالۍ سره ونښلوي او په عین وخت کې په لکڼو او علیشیرو کې مختلف کلي له یو بل سره وصل کړي، موږ په اینده کې هم پلان لرو چې دریمه درجه کلیوالي سړکونو ته په خپلو پروګرامونو کې اولویت ورکړو، په راتلونکې کې مې هم هیله له ولسونو او ټولګټو چارو ریاست څخه داده چې د دې سړکونو ساتلو خپله خاصه توجه ولري."
د تڼیو ولسوال محمداکبرځدراڼ هغه سړک چې ګربز او تڼیو ولسوالۍ سره نښلوي، ډېر با اهمیته وښود او ويې ویل چې دا هغه سړک دی چې بالاخره د غلام خان بندر سړک به له همدې لارې تڼیو، وروسته اسماعیل خېلو او مندوزیو او په پای کې نادرشاه کوټ ولسوالۍ له لارې خوست-کابل عمومي سړک سره ونښلول شي.
اکبر ځدراڼ وویل، د دې لپاره چې دا سړکونه له تخریب او زیانمنیدو ژغورل شوي وي او اوس پخولو ته اماده دي نو باید د پخولو لپاره يې هم فنډ پیدا شي:
"دغه سړک چې د ګربزو له شیخامیر چوک نه د دره ګي تر کلي پورې تللی دی، دا ډېر پر اهمیته دی، دا دوې ولسوالۍ سره نښلوي، ان د خوست حلقوي سړک چې د غلام خان نه نادرشاه کوټ ته غځیږي، هغه هم همدا سړک دی، نو زموږ د دوو ولسوالیو د خلکو هیله دا ده که دا سړک پوخ شي، نو اقتصادي او اجتماعي فایده به يې ډېره وي."
د خوست د ولایتي شورا استازي قمرعلي لکڼوال خوست پر امنه ولایت معرفي کوي او هیله کوي چې مرکزي حکومت او ځايي اداره ورته نورې پروژې هم عملي کړي.
"لکه څرنګه چې د خوست امن بې سارې دی، نو د مرکزي حکومت او محلي ادارې نه مو غوښتنه داده چې په همدې ډول کلي د ولسوالیو سره او ولسوالۍ بیا د نورو ولسوالیو سره ونښلوي، دا واقعاً په بیارغونه کې مثبت رول ترسره کوي."
د یادونې وړ ده خوست د هغو ولایتونو څخه دی چې د ښار په مسیر کې له پرتو ولسوالیو پرته چې یوه او بله ولسوالي يې نښلولې، نور ارتباطي سړکونه نلري او یا هم شته سړکونه دومره خراب او کنډ کپر دي چې د ګاډو تګ او راتګ پرې ډېر ستونزمن دی.
کتونکي په دې باور دي، که د یو شمېر نورو ولایتونو په شان په دې ولایت کې هم د ولسوالیو نښلونکي دویمه درجه سړکونه او د کلیو او ولسوالیو ترمنځ نښلونکي دریمه درجه سړکونو ملي برنامه عملي شي، نو د دې ولایت د امنیت په لا ټېنګښت او نورې ټولنیزې او اقتصادي پرمختیا کې اغېزمنه تمامه شي.
نجیب الله الوخېل